مزارشريف (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٢): د بلخ ولايت د حيرتان بندر صادراتي او وارداتي چارې، چې تېره اونۍ د واورو د ډېر ورښت له امله بندې شوې وې، بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلې دي.
د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونو رييس ارش يونسي د سلواغې په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د حيرتان بندر صادرات او واردات بيا پيل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د سلواغې له ۱۳مې، د واورو د ډېر ورښت له امله د حيرتان بندر صادرات او واردات بند شوي و او د مزارشريف ښار سترې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې وې.
د هغه په وينا، که څه هم د مزراشريف ښار سوداګريزې چارې له ځنډ وروسته عادي حالت ته راغلې .
د بلخ ولايت دولتي چارواکي وايي، چې د تېرو دوه ورځو پرله پسې ورښتونو له امله د دغه ولايت اړوند ټولې ترانسپورټي او سوداګريزې چارې ګډوډې شوې دي.
د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوول ارش يونسي تېره اونۍ پژواک ته ويلي و ، چې د تېرو دوه ورځو د پرله پسې ورښتونو له امله د بلخ ولايت سترې سوداګريزې چارې په ټپه درېدلي .
نوموړي زياته کړه: ((له تېرو دوه ورځو د حيرتان بندر له لارې صادرات او واردات نه کېږي او مزارشريف ښار کې ټول ستر سوداګريز شرکتونه او مارکېټونه بند دي.))
د هغه په وينا، که څه هم په حيرتان بندر کې د واروې د ورښت تر څنګ د برېښنا د نشتوالي ستونزه هم وه؛ خو په عمومي توګه د تېرو ورځو د واورې د پرله پسې ورښتونو له امله سوداګريزې چارې له خنډ سره مخ دي.
يونسي وويل، چې هره ورځ به په منځنۍ کچه له حيرتان بندر له لارې ۱۰۰ واګونه بېلابېل توکي واردېدل؛ خو د واورو د ورښت په ترڅ کې يو واګون هم صادرات او واردت ونه شول.
نوموړي زياته کړه، چې له تېرې ورځې راهيسې د حيرتان بندر صادراتي او وارداتي چارې بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلې دي.
د هغه په وينا، د تېرو دوه ورځو په اوږدو کې په منځنۍکچه هره ورځ نږدې سل واګونه واردات شوي دي.
يونسي وويل، چې په دغو وارداتو کې د نفت و ګازو په ګډون، خوراکي او سون توکي شامل دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم وويل، چې په بلخ ولايت کې له تېرو درې ورځو د واورې ورښت درېدلى ، خو هره ورځ په دغه ولايت کې سوداګريزې چارې عادي حالت ته را ګرځي.
نوموړي زياته کړه، چې ډېری وخت د طبيعي پېښو په رامنځ ته کېدو ورته ستونزې پيدا کېږي، چې ژر بېرته حل کېږی.