مزارشريف (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): په سرپل ولايت کې د ملکي وګړو يو موټر پر واوره د ښويېدو له امله چپه شوى او ١٣ تنه په کې مړي شو دي.
د سرپل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ناوخته ماښام مهال په کوهستانات ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د ملکي وګړو يو جيپ ډوله موټر چې له سه توت سيمې د ولسوالۍ د مرکز په لوري روان و، په واورو کې تر ښويېدو وروسته چپه شوى دى.
د امنيت امر وايي، چې په دې پېښه کې ١٣ تنه مړه شوي او يو تن ژوبل شوى دى.
هغه وويل، چې ټپي کس روغتون ته وړل شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وښود.
د سخي داد په وينا، په مړو شوو کې پنځه ښـځې او ماشومان هم شامل دي او پاتې نور يې لويان دي.
دى وايي، چې له پېښې وروسته پوليس سيمې ته ورغلل او د مړو او ټپيانو په لېږدولو کې يې مرسته وکړه.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سختو واورو له امله د سړې هوا او واورو ښويېدو له امله تر اوسه شاوخوا ٥٠ هېوادوال مړه شوي دي.