مزارشريف (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): د سمنګان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو د رايې اچونې هېڅ مرکز له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ نه دی.
بلخوا د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې په ياد ولايت کې د ټاکنو د رايې اچونې پنځه مرکزونه زيات شوي دي.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس محمد کريم د سلواغې په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د رايې اچونې ۹۶ ټاکنيز مرکزونه وو، چې په دې وروستيو کې پنځه نور مرکزونه د خلکو د غوښتنو له مخې زيات شول.
نوموړي زياته کړه، چې دوه په “خُرم سارباغ” دوه په “روی دواب” او يو په” دره صوف پايين” ولسواليو کې ډېر شوي دي.
د هغه په وينا، د رايې اچونې د مرکزونو د امنيت ساتنې دنده د دغه ولايت په امنيتي چارواکو پورې اړه لري، چې د هغوی د لارښوونو پر بنسټ دوی خپلې چارې ترسره کوي.
د سمنګان امنيه قوماندان مل پاسوال محمداسلم بېکزاد پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت د رايې اچونې ټول ټاکنيز مرکزونه د امنيتي چارواکو تر پوښښ لاندې دي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه د رايې اچونې ټاکنيز مرکزونه له کوم لوړ امنيتي ګواښ سره مخ نه دي.
د هغه په وينا، په ځينو لرې پرتو سيمو کې ځينې مرکزونه له ټيټو امنيتي ګواښونو سره مخ دي، چې په لوړه کچه د اندېښنې وړ مسله نه ده.
همداراز لا هم په سمنګان ولايت کې د روان سوړ موسم له امله د ولسمشرۍ د ټولو کانديدانو کمپاينې چارې نه دې پيل شوې.
امنيه قوماندان بېکزاد وويل، چې تر دې دمه په سمنګان ولايت کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي، استاد عبدرب الرسول سياف، ډاکټر عبدالله عبدالله او ګل اغا شېرزي د کانديدۍ کمپايني چارې په رسمي توګه پيل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، دوی دنده لري، چې د هر کانديد د کمپايني چارو امنيتي چارې سمبال کړي.
د”دره صوف پايين “ولسوالۍ يو اوسېدونکى حميدالله وايي، چې د دوى په سيمه کې امنيت ښه دى او هيله يې څرګنده کړه، چې د ټاکنو په ورځ به ټول مرکزونه پرانيستي وي.