محمودراقي (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): د کاپيسا ولايت د کوهستان په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې يوه ځوانه نجلۍ پر ډزو ووژل شوه.
د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدانور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ٢٢ کلنه نجلۍ تېره ورځ مازديګر د دې ولسوالۍ په قرسي سيمه کې د يوې پاکستانۍ تومانچې پر ډز وژل شوې ده.
د ده په خبره، پوليسو د نجلۍ ورور په دې وژنه کې د لاس درلودو په تور نيولى او د وژنې لامل به له څېړنو وروسته روښانه شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوي تن ويلي، چې د تومانچې د پاکولو پر مهال ترې په تېروتنه ډز شوى او مرمۍ يې پر خور لګېدلې ده.
د شاکر په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي په دې اړه وويل: ((دا نجلۍ يې د ورور له خوا وژل شوې، خو د وژنې لامل يې معلوم نه دى او زه يې د کورنۍ په اړه زيات معلومات نه لرم.))
د يادونې ده، دا په روان کال کې په دې ولسوالۍ کې ١١مه وژنه ده، چې د شخصي د ښمنيو او نورو مسايلو له امله رامنځته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP