Language

په کونړ کې پر ٢٠٠ مېرمنو د خياطۍ وسايل ووېشل شول

اسعد اباد، جلال اباد ( پژواک، ١٩ سلواغه ٩٢ ) : د کونړ ولايت د نورګل  ولسوالۍ پر ٢٠٠ کونډو مېرمنو د خياطۍ وسايل ووېشل شول.

د دغو ښځو لپاره درې مياشتې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولايت د استازې ارين يون له خوا د خياطۍ کورس پيل شوى و او نن په يو لړ مراسمو کې پاى ته ورسېد.

په دې مراسمو کې د کونړ والي شجاع الملک جلاله او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله له ارين يون څخه مننه وکړه ، چې د کونړ د نورګل ولسوالۍ له  دوه سوه  بې وزلو او کونډو مېرمنو سره يې د جامو ګنډلو ماشينونو مرسته وکړه.

هغه زياته کړه ، دغه ښځې چې دا ماشينونه يې ترلاسه کړي، بايد هڅه وکړي، چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصاد پياوړى کړي.

د قمرګلې په نوم يوې ښځې، چې په همدې پروګرام کې يې يو د ګنډلو ماشين او يوه جوړه رخت ترلاسه کړى و، پژواک ته وويل : (( پخوا مې خياطي نه وه زده، اوس مې دا زده کړ  او هڅه به وکړم، چې له دې لارې خپلو بچو ته يوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړم.))

د يوه بل خبر له مخې، نن په لغمان ولايت کې د څه باندې يو ميليون نيالګيو د ايښودلو لړۍ رسمًا پيل شوه.

د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي په خپله وينا کې د چاپيريال په ساتنه او دغه راز د پاکې   هوا په رامنځته کولو کې د نيالګيو د ايښودلو په هر اړخيز ارزښت، د سمسور چاپيريال په ګټو او د وګړنيز او کرنيز اقتصاد په پياوړتيا رڼا واچوله .

هغه پر ولسونو غږ وکړ ، چې هر څوک بايد د خپل هېواد په سمسورتيا کې برخه واخلي.

 

ده وويل ، چې په لغمان کې سـږ کال څه باندې يو ميليون نيالګي د لغمان د کرنې رياست، د بېلا بېلو مرستندويه موسسو او شخصي قوريو د څښتنانو پر مټ روزل شوي.

Related Topics