Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د ګازډبې چاودنې څلورو ماشومان ووژل

کندوز (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې د يوه شيرخوره په ګډون څلور ماشومان وژلي دي.

د کندوز ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس ميراقا اعتبار وايي، چې دا چاودانه تېره شپه ٩ بجې د امام صاحب د باسوس استوګنې په ساحه کې له دې امله رامنځته شوه، چې يوې مېرمنې د ګازډبه بخارۍ ته نږدې اېښې وه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې درې ماشومان، چې عمرونه يې له دوو تر اتو کلونو وو، د زانګو د يوه ماشوم په ګډون وژل شوي دي.

اعتبار زياته کړه، چې مور او پلار په دې پېښه کې ټپيان دي او اوسمهال د امام صاحب روغتون کې د کوما په حال کې دي.

د کندوز ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس وويل، چې له زيانمنې کورنۍ سره د مرستې په موخه يې سيمې ته يو پلاوى استولى دى.

د امام صاحب ولسوال امان الله قريشي له کورنيو وغوښتل، چې له احتياط نه کار واخلي او د بخارۍ څنګ ته د ګاز او د هغو وسايلو له اېښودو په کلکه ډډه وکړي، چې چوي او خونړۍ پېښې رامنځته کوي.

دوه ورځې وړاندې هم د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار په کارته صلح سيمه کې د يوې کورنۍ دوه تنه د کاز ډبې چاودنې له امله ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه نور ټپيان شول.

دا پېښه چې د کور سوځېدلو لامل شوه او اور يې هم اطفايې مړ کړ، علت يې د بخارۍ څنګ ته د اېښودل شوي، يخ وهلې ګازډبې چاودنه وه. کورنۍ دا  کار ځکه کاوه، چې ګاز بېرته اوبلن او د کارونې وړ وګرځي، خو له امله يې دا ډول خونړۍ پېښه رامنځته شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.