ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي : هېڅکله به د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ  ونه کړو

حزب اسلامي : هېڅکله به د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ ونه کړو

author avatar
9 Feb 2014 - 16:06
حزب اسلامي : هېڅکله به د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ  ونه کړو
author avatar
9 Feb 2014 - 16:06

کابل ( پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٢ ) : د حزب اسلامي درېيمه ډله وايي، چې دوى  به هېڅکله  د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ  ونه کړي او ډېر ژر به له يوه بل کانديد څخه خپل  ملاتړ اعلان کړي.

د حزب اسلامي ددغې درېيمې ډلې غونډه نن دسلواغې په ٢٠مه، په کابل کې د پکتيا د والي او  سلاکار وزير جمعه خان همدرد په مشرۍ جوړه شوې وه.

ددغې غونډې  انځور او د ګډنوالو نومونه د جمعه خان همدرد په نامه د ټولنيزې شبکې فيسبوک په پاڼه کې خپاره شوي دي.

سرچينې زياته کړې ، چې په دې غونډه کې د حزب اسلامي افغانستان ، حزب اسلامي متحد افغانستان ، د مدني ټولنو ټولنيزو شورا ګانو او د اهل  نظر  مشرانو د اتحاد استازو او غړو برخه  اخيستې وه.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د يادې غونډې د تاييد ترڅنګ  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې غونډه کې سلاکار وزير او د پکتيا والي جمعه خان همدرد ، د پوهنې وزير فاروق وردګ ، د حزب اسلامي متحد افغانستان مشر وحيدالله سباون  او د کانونو او پټروليم وزير محمد اکبر بارکزي برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې دغه راز قاضي امين وقاد , حاجي الماس ، عبدالستار خواصي ، قرار ، سلاکار وزير طاهر صافي ، اقبال صافي، سلاکار وزير مولوي جوره بيک ، سناتور نظرمحمد ، دسولې دعالي شورا غړى مولوي شهزاده شاهد او يو شمېر نورو مشرانو ګډون درلود.

سمون وويل، چې دا مشورتي غونډه  په راتلونکو ټولټاکنو کې د رغنده رول ترسره کولو او د خپلې خوښې کانديد څخه د ملاتړ په موخه را بلل شوې وه.

خو د جمعه خان همدرد  وياند وويل ، په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په هېڅ ډول به دوى او پلويان  به يې د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ ونه کړي.

هغه زياتوي ، چې دوى به ډېر ژر د لويې جرګې په خېمه کې د زرګونو کسانو په ګډون يوه لويه غونډه راوغواړي ، چې پکې به دوى د خپلې خوښې کانديد څخه د ملاتړ اعلان وکړي.

د سمون په وينا، د نننۍ غونډې ګډونوالو  جمعه خان همدرد او وحيدالله سباوون ته صلاحيت ورکړ، چې د کانديد او راتلونکو ټاکنو په اړه دوى هر ډول پرېکړه وکړي، ټولو ته به د منلو وړ وي.

د يادونې ده ، چې د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي يوې ډلې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان کړى  او ددغې ډلې غړى انجنير خان محمد د ډاکټر عبدالله لومړى مرستيال دى.

د حزب اسلامي بل غړى انجنير قطب الدين هلال د ولسمشرۍ کانديد دى، هغه وايي ، چې انجنير حکمتيار يې مشر دى او هغه دده ملاتړ کوي.

خو د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د وسلوالې ډلې د سياسي چارو مشر ډاکټر غيرت بهير پژواک ته ويلي و ، چې دوى تر اوسه د کوم کانديد د ملاتړ پرېکړه نه ده کړې.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.