Language

د ملي اردو ٧ سرتېري ووژل شول

کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٢): د هېواد په سوېل لوېديځ ولايت نيمروز کې د ماين د چاودنې له امله د ملي اردو ٧ سرتېري ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د معلوماتو له مخې،دغه مرګ ژوبله نن  پر سړک د ځاى پر ځاى شوي  ماين د چاودنې له امله د نيمروز ولايت په  دلارام ولسوالۍ کې رامنځته شوه.

تر دې دمه د يادې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

  دلارام د نيمروز د مرکز زرنج ښار په ٢١٤ کيلومترۍ کې موقعيت لري او نبستا ناامنه ولسوالي ده.