تالقان (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٢): په تخار ولايت کې د ګاز ډبې او بخار دېګ د چاودنو له امله ٧ تنه ټپيان شوي، خو د درېيو روغتيايي حالت نازک بلل شوى دى.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي، چې د دغه ولايت د کلفګان ولسوالۍ د استوګنې په يوه کور کې د ګازډبې پر سر اېښى د بخار دېګ چاودېدلى، چې له امله يې د يوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټپيانو کې دوه واړه ماشومان، د هغوى مور او پلار، يوه بله مېرمن او يو سړى شامل دي، چې ځينې يې سوځېدلي دي.
تيمور زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د دوو ماشومانو روغتيايي وضعيت نازک دى.
د دغه کور څښتن محمدايوب وايي، چې مېرمنې به يې پخوا په پخلنځي کې خواړه پخول، خو تېره شپه يې ګازډبه د يخنۍ له امله کور ته راوړه، د بخار په دېګ کې يې خواړه پخول، نا څاپه چاودنه وشوه، چې خپله د کورنۍ له غړو سره ټپي شو.
د تالقان ښار په اورته بوز سيمه کې هم يوه ګازډبه چاودېدلې، چې يو تن يې ټپي کړى دى.
د تخار د والي وياند وايي، چې يوه تن يخ وهلې ګازډبه په خپل کور کې د بخارۍ څنګ ته د ګرمېدو په موخه اېښې وه، چې وچاودېده.
هغه زياته کړه، چې دا سړى سخت سوځېدلى او روغتون ته لېږدول شوى دى.
سرچينې وويل، چې دوه کوټې يې هم سوځېدلي او د کور خاوند ته مالي زيان اوښتى دى.
د ويلو ده، چې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د ګاز ډبو د چاودنو له امله د زانګو د يوه ماشوم په ګډون څلورو ماشومانو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ، درېيو د غزني په ناوه ولسوالۍ او دوو نورو د بغلان په مرکز کې خپل ژوند له لاسه ورکړى او ١٠ نور ټپيان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP