کابل (پژواک،٢١ سلواغه ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په ١٢ حوزه کې د چهارراهي محبس په سيمه کې چاودنه شوې ده.
دې وزارت د يادې شوې چاودنې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل ، چې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد شوى دى.
د پوليسو سرچينې وويل ، چې په بريد کې دوه بهرني سرتېري وژل شوي او يو ټپي دى.
هغه د پنځو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبره هم وکړه.
د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې سيمه د پوليسو له خوا محاصره ده.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې د ننني بريد مسووليت منلى دى.
په حکمتيار پورې د اړوند حزب اسلامي وياند انجنير هارون زرغون وايي، چې ددوى يوه غړي په پل چرخي سيمه کې د امريکايي ځواکونو پر پوځي کاروان ځانمرګى بريد کړى، چې په پايله کې يې درې پوځي موټر ويجاړ شوي دي.
زرغون له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا وکړه ، چې په دې بريد کې ١٣ امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
د هغه په خبره، ځانمرګي بريد کوونکي له څو ورځو راهيسې په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو وسايط څارل، خو نن په بريد کولو بريالى شو.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلو دوو ملکي قرارداديانو وژل کېدل تاييد کړي دي.
ايساف وايي ، چې دا قرارداديان يې د موټر بم په بريد کې د افغانستان په ختيځ کې وژل شوي دي، خو د هغوى هويت او د وژل کېدو کره ځاى يې نه دى په ډاګه کړى.