غزني ښار (پژواک ۲۱ سلواغه ۹۲): د غزني د څارنوالۍ او ولايتې شورا غړي وايي، چې په دې ولايت کې يو شمېر روغتونونه غير معياري دي او همداراز له عامو خلکو زيات فيس هم اخلي.
د غزني د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد، د عامې روغتيا مسوولين او د ولايتي شورا غړي، نن د سلواغې په ٢١مه، د غزني يو شمېر شخصي روغتونونه له نږدې څخه وليدل او يو شمېر څانګې يې ور وتړلې.
د غزني څارنوال عبدالرشيد عابد وايي: “د غزني شخصي روغتونونو په خلکو تجارت پيل کړى او بل هېڅ معياري نه دي، نظافت ته په کې هېڅ پاملرنه نه کېږي.”
د ده په وينا، دغه روغتونونه د عامې روغتيا وزارت له قانون څخه سرغړونه کوي، په ځانګړې توګه د غزني ښار د الخدمت په روغتون کې زياتې ستونزې موجودې وې.
نوموړي وايي، د دې روغتون مسوولين پاکوالي ته هېڅ پاملرنه نه کوي او بله دا چې خونې يې هېڅ د استفادې وړ نه دي.
د ياد روغتون د ايکسرې شعبه د نه معيار درلودلو له امله د غزني څارنوال او د عامې روغتيا د رييسې ضياګل اسفندې له لوري وتړل شوه.
د غزني څانوال د دې ولايت له نورو شخصي روغتونونو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل روغتونونه دې د عامې روغتيا د وزارت د معيار له مخې جوړ کړي، که نه له دوى سره به قانوني چلند وشي.
نوموړي وايي، دوى ته څو ځلې د غزني زيات شمېر اوسېدونکو د غزني له شخصي روغتونونو څخه شکايت کړى دى.
څارنوال وايي، دوى يو پلان جوړ کړى چې د دې پلان له مخې به ټول روغتونونه او درملتونونه تر پلټنې لاندې ونيسي او غير مسلکې کسان به د قانون منګولو ته سپاري.
د ده په خبره، په ډېري درملتونونو او روغتونونو کې زده کوونکي د ډاکټر په نوم او يا هم غير معياري کسان دنده ترسره کوي.
د غزني د عامې روغتيا ر ييسې ضياګل اسفندې وايي، ټولو روغتونونو ته يې د عامې روغتيا وزارت مکتوبونه استولي دي، څو خپل روغتونونه معياري کړي، که نه نو په وړاندې به يې قانوني ګام پورته کړي.
د ولايتې شورا غړې حميده ګلستانۍ وايي: “د غزني شخصي روغتونونو د غزني په ښاريانو سم تجارت پيل کړى دى او روغتونونه يې په دې حال کې دي، چې جوړ کس په کې ناروغه کېږي؛ د بستر خونې يې دومره چټلې دي، چې روغ کس په کې ناروغه کېږي، لوړ فيسونه هم اخلي.”
د غزني ښاريان هم له شخصي روغتونونو څخه شکايت کوي او وايي، چې دا روغتونونه له يوې خوا پاکوالي ته هېڅ پاملرنه نه کوي او له بلې خوا په دې روغتونونو کې غيرمسلکې کسان شتون لري، چې د ناروغۍ هېڅ تشخيص نه شي کولاي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي سيد وحدت پژواک ته وويل: “د غزني په شخصې روغتونونو کې چې معمولي ناروغي هم ولرې، دوى درته وايي، چې عمليات کېږې؛ په روغتونونو کې غير مسلکي کسان دي، چې د ناروغۍ تشخيص نه شي کولاى.”
ياده دې وي، چې په غزني کې له ولايتی روغتون سربېره پنځه شخصي روغتونونه او کلينيکونه فعاليت کوي.