Language

د وزیرانو شورا د پاکستاني حکومت او طالبانو د خبرو هرکلى وکړ

کابل (پژواک٢١سلواغه٩٢): د افغانستان د وزیرانو شورا د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د سولې د خبرو د پيل هرکلى وکړ او له افغان طالبانو يې هم وغوښتل ، چې د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې د معلوماتول له مخې، د وزيرانو شورا ويلي، چې سوله د سیمې د خلکو د بنیادي حقوقو د ساتنې او د دوی د پرمختګ لپاره اساسي شرط دى.

خبرپاڼه زياتوي ، چې سوله او جګړه افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه په یو ډول اغېزمنوي.

سرچينه ليکي ، چې د افغانستان د وزیرانو شورا د نننۍ ناستې په ترڅ کې پر افغان طالبانو هم غږ وکړ، چې د خپل افغانستان او سیمې د آرامۍ او د خلکو د ژوندانه د خوندیتوب لپاره د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل کړي.

پاکستاني طالبانو له خپل حکومت سره تېره اونۍ په اسلام اباد کې په يوه نامعلوم ځاى کې د سولې خبرې پيل کړې.

د سولې د خبرو لومړی اعلان يوه اونۍ وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له خوا وشو.

په ۲۰۰۷ کال کې د تحریک طالبان پاکستان له فعالیت او جګړو پیلېدو راهیسې پاکستان کې زرګونه کسان وژل شوي.