کابل (پژواک٢١ سلواغه٩٢): د بشري حقونو د څار سازمان، د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو له کانديدانو غوښتي چې د بشري حقونو په برخه کې خپل دريځ روښانه کړي.
دې سازمان د بشري حقونو په اړه د افغانستان د ولسمشرۍ کانديدانو د ځوابونو د خپرولو په ترڅ کې کې ويلي که کانديدان دا کار وکړي، نو رايه ورکوونکي به د خپل راتلونکي مشر په اړه په پوره پوهاوي سره د صندوقونو پرلو لاړ شي او خپله رايه به وکاروي.
دې سازمان ويلي چې د کمپاينونو پرمهال بايد د بشري حقونو په تړاو د کانديدانو پر دريځ ډېر تمرکز وشي او له کانديدانو يې غوښتي چې په خپلو کمپاينونو کې د بشري حقونو پورې د اړوندو موضوعاتو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.
د بشري حقونو سازمان د آسيا د برخې مشر براډ اډامس ويلي: “د افغانستان د ولسمشرۍ کانديدان بايد د بشري حقونو د دفاع لپاره خپل دريځونه روښانه کړي.”
دې سازمان د ولسمشرۍ له يوولسو کانديدانو غوښتي چې په دې تړاو د سازمان لخوا ورکړل شوې، پوښتنې ځواب کړي.
د بشري حقونو سازمان په خپل راپور کې ويلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د يوولسو کانديدانو له ډلې يواځې څلورو يې ددوى پوښتنې ځواب کړي دي.
دې سازمان د ليندۍ په ١٢ مه د افغانستان د ولسمشرۍ له کانديدانو وغوښتل چې له بشري حقونو سره د تړلو موضوعاتو په اړه ددوى پوښتې ځواب کړي چې په ١٧ پوښتنو کې ترتيب شوي وو او دوى ته په واک کې ورکړل شول.
د امنيتي ځواکونو حساب ورکونه، د ښځو حقونه، انتقالي عدالت، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون، د امنيتي ځواکونو له لورې د مريضانو شکنجه او درملنه، د ماشومانو حقونه او په بهرنيو هېوادونو کې د افغان مهاجرو حقونه، د هغو موضوعاتو له ډلې وو چې د بشري حقونو نړيوال سازمان يې پر بنسټ دغه پوښتنې ترتيب کړې وې.
سازمان وايي د پوښتنو موخه دا ده چې، راى ورکوونکي د ولسمشرۍ د کانديدانو له سابقې خبر شي چې څومره يې بشري حقونه رعايت کړي، ترڅو د همدې پوهاوي پربنسټ پرېکړه وکړي چې په ټاکنو کې چاته رايه ورکړي.
د بشري حقونو سازمان د آسيا د برخې مشر براډ اډامس ويلي، کومو څلورو کانديدانو چې په دې سروې کې برخه اخستې او خپل ځوابونه وړاندې کړي دي، د ستايلو وړ دي.
اډامس زياته کړې: “افغان رايه ورکوونکي غواړي پوه شي چې د ښځو د حقونو، ځورونو، حساب ورکونې او وسلوالو مخالفينو سره د ولسمشرۍ کانديد څه کول غواړي.”
د اډامس په وينا دې پوښتو ته ځواب ورکول د همدې بهير يوه برخه ده.
دې سازمان کانديدانو ته د تېرې جنورۍ مياشتې تر دويمې نېټې وخت ورکړى وو چې خپل ځوابونه وړاندې کړي، خو يواځې څلورو کانديدانو خپل ځوابونه تر ټاکلې نېټې وړاندې کړي دي.
راپور ښيي چې د ولسمشرۍ څلورو کاندیدانو عبدالله عبدالله، قطب الدین هلال او قیوم کرزي تر ټاکلې نیټې خپل ځوابونه وړاندې کړي او وروسته چې دې سازمان له نورو اتو کاندیدانو سره په وار وار اړيکه نيولې او هغوى ته یي وروستۍ نیټه د جنورۍ تر۱۴ پورې غزولې وه.
د بشري حقونو نړيوال سازمان وايي چې په دې موده کې د ولسمشرۍ بل کاندید داود سلطان زوی د پوښتنو د پاڼو پرځاى د يوه اوږده ايميل له لارې د جنوري په اتلسمه خپل دریځ روښانه کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان ترڅنګ په دې وروستيو کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم له کاندیدانو غوښتي دي، چې د انتقالي عدالت د پلي کیدو په برخه کې روښانه پروګرامونه ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP