مزارشريف (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): د سرپل ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو نظامي مسوول او ماين جوړونکی نيول شوى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال سخي داد حيدري د سلواغې په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار مهال د سرپل ولايت د مرکز اړوند سيمې لتي کلي کې پوليسو يو لړ عمليات ترسره کړل.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د قاري سمېع الله په نوم د وسله والو طالبانو نظامي مسوول له يو ميل کلاشينکوف سره ونيول شو.
د هغه په وينا، ياد تن به ډېری وخت په کوهستانات ولسوالۍ کې و او له هغه ځايه به يې په ټول ولايت کې ورانکارې کړنې رهبري کولې.
ډګروال حيدري وويل، چې قاري سمېع الله د وسله والو طالبانو د نظامي مسووليت تر څنګ په ماين جوړونه کې ماهر و.
نوموړي زياته کړه، چې پر نيول شوي وسله وال د سيمې د څو کسانو د وژلو تور هم دی.
قاري سمېع الله له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې دی په خپلو کړو کارونو پېښمانه دی.
نوموړي زياته کړه، چې د ځينو کسانو د ناسمو مشورو له امله يې ټوپک ته لاس اچولی و او د وسله والو طالبانو ليکو ته يې لاره پيدا کړې وه.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د قاري سمېع الله د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
ډګروال حيدري وويل، چې د قاري سمېع الله نيول د سرپل ولايت د امنيت لپاره خورا مهم و.
نوموړي زياته کړه، چې د ياد تن نيول د ټاکنو د امنيت په ساتنه کې هم مهم ګام ګڼل کېږي.