Language

هلمند کې به د رايې ورکولو ٧٢ مرکزونه تړلي وي

لښكرګاه (پژواك ۲۱ سلواغه ۹۲): په هلمند کې د ټاكنو د خپلواك كمېسيون ځايي مسوولين وايي ، چې په دغه ولايت کې به د رايو له ٢١٤ مرکزونو ٧٢ يې د امنيتي ستونزو له امله بند وي.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي دفتر مسوول قدرت الله نقشبندي د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادو مرکزونو يې دغه راز ١٥ مرکزونه تر لوړ او ١٧ يې تر منځني امنيتي ګواښونو لاندې دي.

هغه زياته کړه، چې د كمېسيون له خوا ټولې چارې په برياليتوب پر مخ روانې دي او كومه ستونزه يې پر وړاندې نه ويني، خو يواځېنۍ ستونزه يې امنيتي ننګونې دي.

نوموړي وويل، چې د دې ستونزې د حل په موخه يې ټول لوړ پوړي چارواكي او امنيتي مسوولين خبر كړي، تر څو د دغه ولايت ټول يا ډېر وګړي وكړاى شي چې په ټاكنو كې برخه واخلي.

بل لور ته د هلمند والي محمدنعيم دغه ستونزه نه ردوي او وايي ، چې د هلمند په شمالي سيمو كې دا مهال د رايې اچونې د مركزونو پر وړاندې ګواښونه زيات دي او د دې ترڅنګ ولسوالۍ دا مهال د وسله والو طالبانو په ولكه كې ده.

نوموړى وايي، چې د هلمند په ځينو نورو سيمو كې هم د دغو مركزونو پر وړاندې ګواښونه شته خو دوى امنيتي ځواكونو ته امر كړى، چې اوس مهال ډېره پاملرنه همدې ستونزې ته وكړي ، تر څو د يادو مركزونو پر وړاندې د ګواښونوكچه راټيټه شي.

دا په داسې حال كې ده ، چې څه موده وړاندې د دغه ولايت امنيتي مسوولينو يواځې ۱۵ مركزونه تر لوړ ګواښ لاندې ښودلي وو.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.