Language

مزارشريف (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): د بلخ ولايت د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ټاکنيزو کمپاينونو په پيلېدو خبريالان له ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی وايي، چې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې د خبريالانو د ګواښنې شپږ پېښې ورسره ثبت شوې دي.

په مزارشريف کې د سلواغې په ۲۱مه د خبريالانو پر وړاندې د شته ګواښونو په اړه غونډه جوړه شوه، لسګونو خبريالانو او د مدني ټولنو غړو په کې برخه اخيستې وه.

د شمال زون د خبريالانو د ټولنې “SAJNA “مشر ګلاب شاه باور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې يوې مياشتې په بلخ کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي شپږ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو پېښو کې دولتي او امنيتي چارواکو او همداراز د ولسمشريزو ټاکنو د ځينو کمپاينرانو له خوا د خبريالانو جلب او ګواښونه شامل دي.

ګلاب شاه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په اړه د پوره معلوماتو ورکولو په اړه ډډه وکړه.

هغه وويل: ((موږ دغه پېښې تر جدي څېړنې لاندې نيولې، ممکن په پوره توګه بربنډول يې زموږ څېړنې ټکنۍ کړي.))

نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د ټاکنيزو چارو له پيل سره سم د خبريالانو په چارو کې ستونزې را پيدا کېږي.

د هغه په وينا، که چېرې حالات همداسې روان وي؛ نو ممکن د ټاکنو د روڼتيا په موخه د خبريالانو چارې له خورا ستونزو سره مخ شي.

ګلاب شاه وويل، چې ځينې وخت خبريالان هم د رسنيز اصول نه مراعتوي او له همدې امله له ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړي په بلخ کې ځينې رسنۍ په رسنيزو اصولو په نه مراعات کولو هم تورنې کړې؛ خو د کومې رسنۍ نوم يې په ډاګه نه کړ.

د طلوع تلويزيون خبريال عارف موسوي پژواک ته وويل، چې که څه هم دی تر دې دمه د چا له خوا نه دی ګواښل شوی؛ خو د معلوماتو د راټولو پر مهال د خبريالانو پر وړاندې د شته ستونزو پخلی کوي.

نوموړي زياته کړه: ((دولتي او په ځانګړې توګه امنيتي چارواکي هغه معلومات په اسانه له رسنيو سره شريکوي، چې د دوی په ګټه وي؛ خو کله چې ځينې معلومات، چې دوی فکر کوي، پر زيان يې دي، له خبريالانو سره يې په اسانه نه شريکوي، بلکې د پټولو هڅې يې هم کوي.))

د هغه په وينا، دی د کمپاينونو له پيل تر دې دمه له کومې ځانګړې ستونزې سره مخ شوی نه دی.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل، چې تر دې دمه ورته کوم خبريال د شته ستونزو په اړه رسمي شکايت نه دی کړی.

نوموړي زياته کړه، چې دی د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی په ښکاره ټکو کې نه ردوی، خو وايي، چې په بلخ کې خبريالانو له هغو جدي ستونزو سره مخ نه دي، لکه په ځينو ناامنه ولايتونو کې چې ورسره مخ وي.

د هغه په وينا، ښه ده چې د چارواکو او رسنيو تر منځ همغږي پيدا شي.

خليق وويل، چې د  همداسې ستونزو د حل په موخه په راتلونکې اونۍ کې د بلخ ولايت مقام د دولتي او امنيتي ارګانونو لپاره درې ورځنۍ رسنيز ورکشاپ جوړوی، چې بايد له خبريالانو سره څه ډول وړاندې لاړ شي.