محمودراقي (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٢): د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له افغانيه درې څخه له تېرې ورځې راهيسي ګڼ شمېر کورنۍ د جګړې له امله نورو سيمو ته کډه شوې دي.
د افغانيه درې اوسېدونکي لطف الله ذاکري، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دولتي ځواکونو تېره ورځ سهار مهال په ياده سيمه کې عمليات پيل کړي او تر اوسه (له غرمې وروسته درې نيمې بجې ) دوام لري.
دى وايي ، چې په ياده سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته جګړه روانه ده ، چې له امله يې تر اوسه شاوخوا ٢٥٠٠ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
هغه وويل، چې د جګړې د لوريو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو د نښتو پر مهال د يادې درې په حيدرخېلو کلي کې يو ١٣ کلن ماشوم وژل شوى او د دې درې يو شمېر کورونه زيانمن شوي دي.
د سيمې يو قومي مشر حاجي محمداکبر هم دغه څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل ، چې له سيمې کډه شوې کورنۍ د نجراب مرکز او ځينو نورو سيمو ته تللې دي.
د يادې درې اوسېدونکى عطاالله، چې د جګړې له امله له لس کسيزې کورنۍ سره د خپل کور پرېښودو ته اړ شوى ، وايي چې د کورنۍ غړي يې د نجراب د مرکز اړوند په شېرواني سيمه کې د خپلوانو په کور کې دي.
هغه وويل، چې له افغانيه درې څخه له تېرې ورځې راهيسې ډېرې نورې کورنۍ هم د نجراب مرکز ، تګاب ولسوالۍ او کابل ته کډه شوې دي.
دى وايي، چې په شېرواني کې يوه کور ته څو کډه شوې کورنۍ ورغلي، تر څو له جګړې او سختې يخنۍ وژغورل شي.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقير احمد صديقي، د يادو کډوالو په اړه وويل، چې جګړه دا ډول ناخوالې لري او امنيتي ځواکونه هڅې کوي، چې ژر سيمه له وسله والو مخالفينو پاکه کړي.
ده وويل، چې د ملي اردو او پوليسو ځواکونو تېره ورځ سهار په افغانيه دره کې عمليات پيل کړي او اوس دغه عمليات د نجراب د غين درې ته هم غځول شوي دي.
هغه وايي ، په پام کې ده چې دغه چاڼيز عمليات لس ورځې دوام وکړي او د دې ولايت د تګاب او اله ساى ولسواليو ته هم وغځول شي.
هغه وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د پيل شويو يادو عملياتو پر مهال پنځه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او يو پوليس او دوه وسله وال مخالفين ټپيان دي.
دى وايي،چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان ملا عزت الله او څلور تنه د بغلان اوسېدونکي طالبان شامل دى.
د ده په وينا، په دې عملياتو کې يو پوليس هم برسېرن ټپي شوى او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د نجراب په جر کلي کې د ملي اردو پرګزمې د طالبانو په بريد کې د اردو څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP