Language

کابل ( پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٢ ) : په خوست ولايت کې د ملي ځواکونو په عملياتو کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا دسلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې دا عمليات تېره شپه په باک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو ديوه مهم قوماندان پر ضد ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې ، چې د عملياتو پر مهال  د تېرې شپې په دوو بجو د يادې ولسوالۍ په کوټلۍ سيمه کې له يوه کور څخه پر امنيتي ځوکونو ډزې شوي، چې په ځوابي ډزو کې يو عام وګړى  وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي،چې ژوبل شوي کسان د نظامي ځواکونو له خوا د درملنې په موخه په
بېړني ډول روغتون ته لېږدول شوي اودا مهال تر درملنې لاندې دي.

سرچينې زياته کړې ، چې دخوست ولايتي ادارې مشرتابه د دغې پېښې د څېړلو په موخه يوه  پلاوي ته دنده سپارلې، چې د پېښې دقيقه پلټنه وکړي او معلومه کړي، چې دغه ستونزه څنګه او ولې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملياتو پر مهال په نښه شوى وسله وال مخالف قوماندان، چې په ډېرو  پېښو کې يې لاس درلود، نيول شوى دى.

ديوه بل خبر له مخې، پرون مازيګر ناوخته د جلال اباد ښار اړوند د خالص فاميليو په يوه دوکان کې چاودنه شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې دا چاودنه په يوه دوکان کې پر ماين جوړونکو شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.

هغه زياتوي ، چې يادو کسانو د برېښنايي سامان الاتو په دوکان کې ماين جوړاوه، چې چاودنه يې پرې کړې ده.

نوموړى وايي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

وسله والو مخالفينو د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه  نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.