محمودراقي(پژواک،٢٢سلواغه٩٢): د کاپيسا ولايت د کانونو اداره وايي، د دې ولايت د تالک په کان کې استخراجي چارې، چې د ژمي په خاطر د څو اونيو لپاره په ټپه درېدلې وې، په نږدې راتلونکي کې به يې بېرته پيل کړي.
د نوموړي ولايت د کانونو د امريت د منرالونو د څانګې مسوول انجنير کمال الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، له يوه افغاني خصوصي شرکت سره د تالک کان د استخراج قرارداد لاسليک شوى، چې دغه شرکت به هر کال نږدې زر ټنه تالک استخراج کړي.
هغه زياته کړه، چې دې خصوصي شرکت سره د درېيو کالو لپاره استخراجي قرارداد لاسليک شوى، ترڅو د تالک په دغه کان کې، چې د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې موقعيت لري، استخراجي چارې ترسره کړي.
سرچينه وايي، د تالک په دې کان کې د استخراج له مخې نږدې اووه ميليونه او پنځه سوه زره افغانۍ به د دولت خزانې ته ورزياتې شي؛ ياد شرکت به د تالک په کان کې استخراجي چارې په روان کال کې پيل کړي، چې اوس مهال د سړې هوا له امله يې کار د څو اونيو لپاره بند شوی دی.
د نوموړي په وينا، په نږدې راتلونکي کې به د دې ولايت د کومارين او تورمالين کانونو د استخراج په برخه کې له دوو نورو خصوصي شرکتونو سره قرارداد لاسليک شي.
هغه زياته کړه، که په دې ولايت کې د کانونو په برخه کې د ناامنۍ او ترانسپورټ ستونزې حل شي، نو له دې لارې به هر کال څه باندې سل ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شي.
د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ اوسيدونکى حاجي محمداګل وايي، د دې ولايت په هره برخه کې کانونه شته، خو که په سمه توګه ترې ګټه پورته شي، نو په اقتصادي برخه کې به په لويه کچه مرسته وکړي.
نوموړي په دې اړه داسې وويل: ((زموږ د غرو لمنې له معدنونو ډکې دي، که دولت يې په سمه طريقه وکاږي، نو په همدې پيسو زموږ مالي ستونزې حل کېږي؛ وطن به مو جوړ شي او ډېر پام بايد وشي چې د دې پروژو په لاسليکولو کې د بيارغونې پروژو غوندې درغلي ونه شي.))
د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکى معلم بريالى وايي، د سيمې خلک اوس په دې پوهېدلي، چې د دې ولايت په غرونو کې د کانونو نښې نښانې شته.
ده وويل: ((په تګاب کې ځينې خلک، چې د غرو په سر يا کومه برخه کې سپينه يا توره ليکه وګوري، کار په کې شروع کوي، څو تنه ما وليدل، چې د همدې کاڼو څخه يې داسې شنې او ښکلې تېږې پيدا کړې، چې په کابل، ننګرهار او پاکستان کې په څو زره ډالرو يې خرڅې کړي او د کاپيسا ټول خلک پوهېږي، چې په غرو کې معدنونه شته او دولت تر اوسه پرې منظم کار نه دی پيل کړى.))
د کاپيسا د ځينو ځايي اوسېدونکو په وينا، د دې ولايت په کوهبند، دويم کوهستان، لومړي کوهستان، د اله ساى، نجراب او تګاب په لوړو غرونو کې په بېلابېلو رنګونو قېمتي ډبرې شته دي، چې په لوړه بيه پلورل کېږي، چې په ځينو ځايونو کې خلک په خپلسر کېندنې هم په کې کوي.
د کاپيسا د البيروني پوهنتون د انجنيري پوهنځي رييس پوهنيار حقبين پژواک ته وويل، چې د کانونو له لارې په ميليونونو ډالر عايد هغه وخت ترلاسه کېداى شي، چې د کانونو د استخراج په برخه کې له فني او مسلکي کسانو کار واخيستل شي.
نوموړى وايي: ((که دولت د درغلۍ مخه ونيسي او بيا د معدن ايستلو په برخه کې فني او مسلکي کسان وګوماري، نو هر کال به څو ميليونه ډالر د دولت بوديجې ته لاړ شي او که دا پيسې د کاپيسا په بيارغونه کې مصرف کړي، نو کاپيسا له سويس نه هم ښکلى ، هم به يې خلکو ته کار پيدا شي او هم به حکومت او د سيمې خلک له مالي پلوه غښتلي شي.))
همداراز د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپی وايي، هغه سيمې چې د دولت تر کنټرول لاندې دي، هيڅ څوک به پرې نه ږدي، چې قېمتي ډبرې په خپلسر قاچاق کړي او که څوک وليدل شو، د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
د نوموړي په وينا، د کاپيسا ولايت زياته برخه په پراخه کچه کانونه لري، خو تر هرڅه مخکې بايد د يو فني ټيم له لارې سروې شي.
تالک يو ډول مواد دي، چې د رنګونو په جوړولو کې او همداراز د طبابت په ځينو برخو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.
همداراز د يادونې ده، چې په کاپيسا ولايت کې د کانونو امريت د روان کال د وږي په مياشت کې رامنځ ته شو، چې د تېرو څو مياشتو هلو ځلو په پايله کې يې زيات شمېر کانونه په ګوته کړل.