مزارشريف (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د امنيتي ارګانونو، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او د ځينو ټاکنيزو کمپايني دفترونو تر منځ امنيتي غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه چې د بلخ په امنيه قوماندانۍ کې د سلواغې په ۲۲مه ترسره شوه، د ملي پوليسو، ملي امنيت، سرحدي پوليسو او ملي اردو پر مسوولينو سربېره په کې د ولسمشريزو کانديدانو د ټاکنيزو دفترونو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان رحيمي وويل، چې اوس هم په دغه ولايت کې د ځينو کمپايني دفترونو د جوړېدو او د چارو د پيل رسمي مکتوبونه دوی ته نه دي رسېدلي.
نوموړي زياته کړه، تر دې دمه د ډاکټر عبدالله عبدالله، ډاکټر اشرف غني احمدزي، استاد عبدالرب رسول سياف، قيوم کرزي او قطب الدين هلال د کمپايني دفترونو رسمي مکتوبه دوی ته رسېدلي دي.
د هغه په وينا، د دوی د معلوماتو له مخې په بلخ ولايت کې د ټولو کانديدانو کمپايني چارې پيل شوې دي.
امنيه قوماندان وويل چې د اصولو له مخې په ولايتونو کې د کمپاين د دفترونو مسوولين د ټاکنو کمېسيون ته معرفي شي او هغوی يې د مکتوب له لارې امنيتي ارګانونو ته معرفي کړي.
رحيمي زياته کړه، چې په بلخ کې دغه چاره ډېرو کمو ټاکنيز دفترونو کړې ده.
هغه همداراز د ټاکنيزو دفترونو له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، چې د يو کانديد د تصوير پر سر بايد د بل کانديد تصوير سريښ نه کړي، ځکه چې ډېری جنجالونه له همدې څخه پيدا کېږي.
د هغه په وينا، دغه راز په دولتي ځايونو کې په هېڅ ډول څوک کمپاين نه شي کولی.
نوموړي زياته کړه: ((پوليس يواځې د رايې ورکولو حق لري، له دې پرته د ټاکنو په هېڅ ډول چارو کې لاسوهنه نه شي کولی.))
د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان هم وويل، چې ډېری کمپايني دفترونه پر خپل سر جوړېږي او مسوولو ارګانونو ته خبر نه ورکوي.
نوموړي هم ټينګار وکړ، چې بايد يو دفتر له پيلېدو مخکې دوی ته مکتوب راولېږي او دوی يې بيا له امنيتي او نورو اړوند ارګانونو سره شريک کړي.
د هغه په وينا، د ټاکنو کمېسيون او د امنيتي ارګانونو تر منځ پوره همغږي ده؛ بايد د کمپايني چارو له دفترو سره هم همغږی پيدا شي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز دفتر مسوول علم خان ازادي وويل، چې د امنيتي مسوولينو بې پرې پاتې کېدل، د ملت وياړ دی.
نوموړي زياته کړه: ((لرې نه ده، چې د ټاکنيزو دفترونو د مسوولينو او پلويانو تر منځ وړې وړې ستونزې پيدا شي ښه به وي، چې په خپل منځ کې يې سره حل کړو او دښمن ته ناامني جوړلو چانس په لاس کې ورنکړو.))
د ولسمشرۍ د بل کانديد استاد سياف د ټاکنيز دفتر مسوول سيدمحمد حريق پژواک ته وويل: ((موږ له هېڅ ډول مشکل سره مخ نه يو او امنيتي ارګانونه خپلې دندې ښې ترسره کوي.))
نوموړي د ټاکنيزو چارو د لا ښه امنيت په موخه په ټاکنيزو دفترونو کې د پوليسو د ګومارنې غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې د ولايتي شوراګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.