Language

طالبانو په کوېټه کې يوه افغان پوليس افسره وژلې

لښکرګاه (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٢): د هلمند ولايت يوه ښځينه پوليس افسره د پاکستان په کوېټه ښار کې د وسله والو له خوا وژل شوې ده.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه افسره رابعه نومېده او له تېرو اتو کلونو راهيسې يې د لښکرګاه په زندان کې د ساتنمنې په توګه دنده ترسره کوله. هغه زياته کړه، چې نوموړې لس ورځې مخکې په رخصتۍ پاکستان ته تللې وه او وړمه شپه وسله والو طالبانو له کوره ايستلې او بيا يې د چړو په ګوزارونو وژلې ده. د وژل شوې پوليسې زوى ١٥ کلن عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى له ماما سره دښمني لري او خور يې د ماما پر زوى واده ده. نوموړي زياته کړه: ((مور تللې وه، چې خور مې بېرته راولي، هلته مې ماماګانو طالبان خبر کړي وو.)) د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د ده مور او ورور له کوره تښتولي وو، چې مور يې ورته وژلې او ورور يې خوشې کړى دى. عبدالله وويل، چې د مور مړى يې پرون ماښام لښکرګاه ته راوړل شو او نن سهار د لښکرګاه د کارېز په سيمه کې خاورو ته وسپارل شو. د يادونې ده، تر دې مخکې د هلمند دوه نورې پوليس افسرانې نګاره او اسلام بي بي هم د وسله والو له خوا وژل شوې وې. وسله والو طالبانو تر اوسه د رابعې د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics