ميدان ښار ( پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٢ ) : په ميدان وردګو ولايت کې د غورځېدلې اکمالاتي الوتکې برخليک نه دى معلوم ، ايساف او دفاع وزارت وايي، چې په دوى پورې اړوند نه ده.
تېره ورځ د ميدان وردګو ولايت چارواکو ويلي وو، چې ددې ولايت په دايميردادو ولسوالۍ کې يوه لويه اکمالاتي الوتکه رالوېدلې،چارواکي وايي، چې يوه لويه څلور ماشينه اکمالاتي الوتکه د ولسوالۍ له مرکز څخه ١٥ کيلومتره لرې سوېل لوېديځ لور ته د غزني له ناور ولسوالۍ سره په سرحد کې لوېدلې ده.
دوى ويلي وو، چې دا الوتکه په يوه غرنۍ او له واورو په ډکه سيمه کې لوېدلې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوګياڼي د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياده څلور ماشينه الوتکه وړمه شپه د دايميردادو ولسوالۍ په دشته ريزه قول زنګي سيمه کې غورځېدلې ده.
نوموړى وايي،چې دوى ته دفاع وزارت او ايساف ځواکونو ويلي ، چې ياده الوتکه په دوى پورې تړاو نه لري.
خوګياڼي زياته کړه : (( په هېواد کې ډېرى الوتکې د دفاع وزارت او ايساف ځواکونو دي ، خو هغوى ويل ، چې الوتکه د دوى نه ده.))
همداراز د يوه بل خبر له مخې ، خوګياڼى زياتوي چې د سيد اباد ولسوالۍ په بډګک سيمه کې افغان ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات کړي ، چې په پايله کې يې د وسلو يوه لويه زېرمه له منځه وړې ده.
دى وايي، چې يو شمېر وسايط هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
يوې بلې باوري امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک ته وويل، چې تېره ورځ له کابل څخه د غزني پر لويه لار د تېلو يو ټانکر روان و، چې موټر چلوونکي ياد ټانکر تښتولى او د لوګر پر لور يې روان کړى و.
سرچينې زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو غوښتل ياد ټانکر ونيسي، خو په لار کې د وسله والو له کمين سره مخ شوي او په پايله کې يې د عامه نظم دوه سرتيري ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي ، چې له پېښې وروسته د عامه نظم ساتنې د پوليسو يو رينجر موټر چپه شوى، چې شپږ سرتېري په کې ټپيان شوي دي.
ياده دې وي، چې ددغو ټولو پېښو په اړه وسله والو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP