ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: کانديدان دې مشروع کمپاين وکړي

امرخېل: کانديدان دې مشروع کمپاين وکړي

author avatar
12 Feb 2014 - 17:20
امرخېل: کانديدان دې مشروع کمپاين وکړي
author avatar
12 Feb 2014 - 17:20

کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ له کانديدانو وغوښتل، چې خپل کمپاينونه په مشروع ډول مخ ته يوسي او د خلکو د رايې ترلاسه کولو لپاره يواځې پر قانوني لارو چارو فکر وکړي.

د دې کمېسيون چارواکي وايي، کانديدان دې دا ځل د تېرو ټاکنو په څېر دا تمه نه لري، چې ګواکې د دوى کارکوونکي به د چا زور ته غاړه کېږدي او يا به هم دوى وکولى شي د رشوت ورکولو له لارې په ټاکنو کې په خپله ګټه درغلي وکړي.

د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياءالحق امرخېل، نن د سلواغې په ٢٣مه، کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې د کمېسيون د پوره چمتووالي خبره وکړه او خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې دوى د ټاکنو د روڼوالي او د درغليو د مخنيوي لپاره يې خپل اړين تدابير نيولي دي.

ده زياته کړه: “موږ د شفافيت لپاره اولين ځل دى چې په يوه وخت کې له دوو رنګونو څخه استفاده کوو، ټول هغه مواد چې ساحې ته لېږو، موږ د حاکميت لپاره نوي سيستمونه ايجاد کړي، ترڅو له موادو سوء استفاده ونه شي.” 

امرخېل وايي، کمېسيون به د خپلو ټولو فعاليتونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي، ترڅو هغوى ددې بهير پر روڼوالي باوري کړي.

ده له کانديدانو وغوښتل، چې د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره د قانون له مخې هڅې وکړي، نه دا چې د درغليو تمه ولري.

امرخېل زياته کړه: “غوښتنه مو دا ده چې کانديد صاحبان له مشروع لارې کمپاين وکړي؛ په دې معنا چې خپل واقعي پيغام د افغانستان خلکو ته ورسوي، خپله تګلاره تشريح کړي، خپل پروګرام تشريح کړي، نه د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارمند پسې وګرځي، ترڅو له هغه څخه سوء استفاده وکړي، رشوت ورکړي يا ناامنۍ بهانه شي او له خپل زور څخه استفاده وکړي.”

امرخېل خبردارى ورکوي، چې د ټاکنو کمېسيون د کانديدانو د ناقانونه هڅو پر وړاندې بې تفاوته نه پاتې کېږي، رايې يې باطلوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې ورپېژني.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر همداراز په نننۍ ناسته کې د مدني ټولنې له غړو او خلکو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د روڼوالي لپاره د ټاکنيز بهير د څارنې له لارې له دوى سره مرسته او همکاري وکړي.

امرخېل وويل: “غوښتنه مو له ولس څخه دا ده، چې د دې پروسې تر شا ودرېږي، دا حمايت کړي، مرسته ورسره وکړي او په حيث د يوه ناظر هر افغان د دې حق لري، چې له خپلې رايې دفاع وکړي. موږ اطمينان ورکوو چې د دوى د هرې رايې ساتنه به کوو.”

امرخېل خبردارى ورکړ، که د ټاکنو په بهير کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کوم لوري له فشار سره مخ شي، نو دوى به د مرستې غوښتلو لپاره د افغانستان خلکو ته مراجعه وکړي.

ده هيله مندي وښوده، چې د ټاکنو د روڼوالي او د افغانستان د خلکو د ډاډمن کېدو په موخه د ولسمشر حامد کرزي د فرمانونو پلي کېدل په دقيق ډول وڅارل شي، ترڅو دولتي چارواکي په دې بهير کې بې پلوه پاتې شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر وويل، دا ځل بايد په ټاکنو کې لاسوهونکى دولتي کارکوونکى مجازات شي، ترڅو د ده په وينا، نور ترې عبرت واخلي.

ولسمشر حامد کرزي په ټينګار سره، له دولتي چارواکو غوښتي ، چې په ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي او خپل واکونه او امکانات د هېڅ کانديد په ګټه يا پر ضد ونه کاروي.

په ټاکنيز بهير کې د دولتي بنسټونو لاسوهنه، د ناامنيو ترڅنګ هغه مسئله ده، چې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي په برخه کې يې ځينې اندېښنې راولاړې کړې دي.

د تېرو ټاکنو په بهير کې لاسوهنه، د دې لامل شوه، چې افغانستان د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي.

امرخېل وويل ، چې د ناامنيو ترڅنګ، په تېرو ټاکنو کې د درغليو اصلي لامل په سيمه کې د څارونکو نه شتوالى وو، خو دا ځل کمېسيون خپل لازم چمتووالى نيولى دى.

د ټاکنو کمېسيون د وياند نورمحمد نور د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله١٧٠ بنسټونو د ټاکنو د څارنې په موخه له دوى سره ځانونه ثبت کړي دي.

ټاکل شوې ده ، چې ٣٠٠زره کورني او بهرني څارونکي د راتلونکي کال ټاکنې وڅاري، چې د نور په وينا، تردې مهاله يواځې څه دپاسه ١٧٥٠ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

هغه وويل ، چې دا شمېره به د ټاکنو د ورځې په رانږدې کېدو سره لوړه شي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.