لښكرګاه،کابل (پژواك ۲۳سلواغه ۹۲): د حرکت اسلامي ګوند له ډاکټر اشرف غني ملاتړ کړى او په يو شمېر ولايتونو کې د ډاکټر زلمي رسول، عبد رب الرسول سياف او داوود سلطان زوى په ملاتړ غونډې جوړې شوې دي.
د حرکت انقلاب اسلامي ګوند له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ګوند په راروانو ولسمشريزو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلانوي.
سرچينې خپلو ټولو غړو ته لارښوونه کړې، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د تحول او دوام د ټيم په ګټه خپله رايه وکاروي.
له بلې خوا د لښکرګاه د څلوېښت متره سړک په سيمه کې د ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ يوه غونډه جوړه شوه، چې تر ٥٠٠ ډېرو کسانو په کې برخه اخيستې وه.
په دغه ولايت كې د ډاكټر زلمي رسول د ټاكنيز كمپاين مسوول او په ولسي جرګه كې د هلمند د خلكو استازي معلم ميرولي، د دغه ولايت خلك وهڅول، چې په راتلونكو ولسمشريزو او ولايتي شورا ګانو كې ګډون وكړي او خپل دغه ملي مسووليت ادا كړي.
هغه زياته کړه، دوى به په يادو ټاكنو كې له دې امله له زلمي رسول څخه ملاتړ وكړي، چې نوموړى د هېواد د راتلونكي لپاره ښه پلانونه لري او پر بهرني سياست پوه کانديد دى.
بل خوا په همدې ورځ د لښكرګاه ښار په تور ټانګ سيمه كې تر پنځه سوه زياتو كسانو د ولسمشرۍ له يوه بل کانديد عبد رب الرسول سياف څخه خپل ملاټر اعلان كړ.
په هلمند کې د استاد سياف د کمپاين مسوول ولي جان صابري پژواک خبري اژانس ته وويل، د هلمند ډېرى خلك به له دې امله استاد سياف ته رايه وركړي، چې نوموړى د شوروي اتحاد يرغلګر په مقابل كې د جهاد پر مهال سترې قربانۍ وركړي او پر ديني مسايلو هم ډېر پوه دى.
په دې غونډه کې پخواني جهادي قوماندان اهل الله عبيدي وويل، چې د ولسمشرۍ د څوكۍ لپاره ټول کانديدان ملي شخصيتونه دي او كولى شي د برياليتوب پر مهال هېواد ته خدمت وكړي.
د هغه په وينا، ځکه له استاد سياف څخه ملاتړ کوي، چې هغه له ځان سره د هېواد جوړونې لپاره ښه پلانونه لري.
د ده په خبره، دوى به ډېر ژر خپلې ټاكنيزې مبارزې له مركز لښكرګاه څخه بېلابېلو ولسواليو ته وغځوي.
په ورته وخت کې د کابل، بغلان او پنجشېر ولايتونو د مدني ټولنې لسګونو استازو او قومي مشرانو، نن د سلواغې په ٢٣مه، په کابل کې د يوې ناستې پرمهال د ولسمشرۍ له کانديد داوود سلطان زوى څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
سلطان زوى له يادو کسانو سره، چې شمېر يې نږدې دوه سوه تنو ته رسېد، د خبرو په ترڅ کې، پر حکومت تور ولګاوه ، چې دولتي امکانات يې د ولسمشرۍ د يو شمېر کانديدانو په واک کې ورکړي دي.
نوموړي په داسې حال کې ، چې د مشخص کانديد يادونه يې ونه کړه، خو له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې له دولتي امکاناتو څخه د ولسمشرۍ د يو شمېر کانديدانو د دغه ډول استفادو مخه ونيسي.
هغه ګواښ وکړ، که حکومت بې پلوه پاتې نه شي، ناوړې پايلې به ولري.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.