Language

د هلمند د ولايتي شورا د يوه کانديد ورور وژل شوى

کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٢): د هلمند د ولايتي شورا د يوه کانديد ورور د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد چوپان د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د لښکرګاه اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وژل شوى تن د دغه ولايت د ولايتي شورا د کانديد عبدالصبور صابري ورور و او تېره شپه د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.

دى وايي، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيولي.

د ولايتي شورا کانديد عبدالصبور صابري پژواک اژانس ته وويل، چې ورور يې تېره شپه د دوستانو په کور کې مېلمه و، خو کله چې بېرته په موټر کې کور ته راته وسله والو پرې ډزې وکړې او وژلى يې دى.

دى وايي، چې وروسته يې مړى د لښکرګاه ښار په څنډه کې موندل شوى دى.

نوموړي وويل، چې دوى له چا سره دښمني نه لري او له پوليسو يې وغوښتل، چې په دې اړه سمې پلټنې وکړي.

د يادونې ده، د ولايتي شوراګانو ټاکنو ته ٥٣ ورځې پاتې دي او امنيه قوماندانۍ ډاډ ورکړى، چې دوى به د کانديدانو امنيت ټينګ ساتي.

ټاکل شوې ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

بلخوا په لښکرګاه کې ناپېژانده وسله والو پر پوليسو هم بريدونه کړي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په دغو بريدونو کې يو پوليس ټپي شوى، خو د سيمې اوسېدونکي بيا د دوو پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.