Language

د کانديدانو د شتمنيو د ثبت غوښتنه وشوه

مزارشريف ( پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٢ ) : په بلخ کې يو شمېر مدني ټولنو ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته د کانديدانو د شتمنيو د ثبت غوښتنه وکړه.

د بلخ پوهنتون د محصلينو دهمانګۍ مرکز مشر سيد محمد يزادن پرست  د سلواغې په ۲۳مه د يوې ناستې په ترڅ کې وويل، چې د کانديدانو د شتمنيو نه ثبت د ټاکنو د شفافيت په اړه اندېښنې رامنځته کوي.

نوموړي زياته کړه: ((نن د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته د کانديدانو د شتمنيو د ثبت په اعتراض راوتلي يو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله يو شمېر کانديدانو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړي او دا د ټاکنو پروسه تر پوښتنې لاندې راولي.

په ملي شورا کې د خلکو استازي هم، چې په ياده ناسته کې يې برخه اخيستې وه، د کانديدانو د شتمنيو  نه ثبتول د ديموکراتيکو اصولو خلاف بولي.

په مشرانو جرګه کې د بلخ د خلکو استازي  مولوي محمود دانشجو وويل،  چې دا د ټول افغان ولس غوښتنه ده ، چې کانديدان خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

نوموړي زياته کړه، چې له دې وړاندې يو شمېر خلکو له دولتي دندو دمخه څه نه درلودل، له دندو وروسته  خورا زيات شتمن شول او په دې توګه د ولس په اذهانو کې د حکومت د مشروعيت په برخه کې پوښتنې رامنځته شوې. 

دا په داسې حال کې ده، چې د ادار‎ي فساد پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي،  تر دې مهاله د ولايتي شورا کوم کانديد د خپلو شتمنيو د ثبت لپاره مراجعه نه ده کړې.

د دغې ادارې مشر  جاويد شمس وويل: ((تر دې مهاله نه له موږ څخه د شتمنۍ د ثبت  دکوم فورم غوښتنه شوې او نه کوم کانديد په خپله راغلی دی.))

د هغه په وينا، د کانديدانو د شتمنيو د ثبت غوښتنه يې کړې ده؛ خو تر اوسه پورې عملا څه نه دي ترسره شوي  .

له بلې خوا، د محصلينو د همغږۍ مرکز د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د دوی د ولايتي وينديانو بندول د ديموکراسۍ خلاف ګام وباله.

د دغه مرکز مشر، سيد محمد يزدان پرست وويل، چې دا به د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لپاره ګرانه وي، چې يواځې په کابل کې يو ويندوی ولري.

د هغه په وينا، د دوی دا اقدام د اطلاع رسونې پروسه ټکنۍ کوي.