Language

 جلال اباد (پژواک٢٣سلواغه٩٢): د يو نيم ميليون ډالرو په ارزښت “سلام مخابراتي شبکه” نن په لغمان کې پرانيستل شوه.

 دغه شبکه د سلواغې په ٢٣مه د لغمان د ولايت په مرکز مهترلام کې د دغه ولايت د والي د والي ډاکټر فضل الله مجددي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مالي او اداري مرستيال وهاب الدين سادات له لوري په رسمي ډول پرانيستل شوه.

 د مخابراتو وزارت مرستيال په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې دغه شبکه دا مهال په ټول لغمان کې لس انتنونه لري، د نورو مخابراتي شبکو ترڅنګ به خپل فعاليت لرو پرتو سيمو ته هم وغځوي.

 نوموړى په لغمان کې د يادې شبکې پرانيستل يو نېک ګام ګڼې او زياتوي، چې په دې سره به ګڼ خلک وکولى شي چې مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسى پيدا کړي.

 هغه زياته کړه: ((د خوښۍ ځاى دى چې په هېواد کې دا ډول شبکې فعالېږي او په خپل فعاليت سره هېوادوال مثبتې خواته بيايي.))

 د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د يادې شبکې په پرانېسته او په اوسني وخت کې مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ته د خلکو لاسرسى، اغېزمن او لويه اړتيا يې بولي.

 هغه زياته کړه، د لغمان خلک په دې برخه کې له بل هر ولايت څخه ډېره اړتيا لري.

 نوموړي وزارت ته وړانديز وکړ، چې په مهترلام کې د ۲۰۰۰ لاين داره ټېلېفونونو په وېش، د ولايت مقام لپاره د وېډيو کنفرانس د اسانتياوو په برابرولو او دغه راز په مهترلام کې د پسته خانې په جوړولو کې خپل اقدامات وکړي.

 د مخابراتو وزارت مرستيال د والي د يادو وړانديزونو په اړه ژمنه وکړه، چې په دغې برخه کې به خپله هڅه وکړي او له لوړپوړو چارواکو سره به يې شريک کړي.

 د يادولو ده چې د همدې شبکې په فعالېدلو سره اوسمهال په ټول لغمان کې ۶ مخابراتي کمپنۍ فعاليت کوي، چې د دې ولايت ۸۰ سلنه خاوره يې تر خپل پوښښ لاندې راوستې او ۸۵ سلنه وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.