جلال اباد (پژواک٢٣سلواغه٩٢): په ننګرهار کې د مدني ټولنو د يووالي شورا له حکومت څخه د رڼو ټاکنو غوښتنه کوي.
نن د سلواغې په ٢٣مه، د مدني ټولنو د يووالي شورا لسګونو غړو په ولايتي شورا کې د يوې غونډې په ترڅ کې، پر حکومت غږ وکړ، چې د رڼو ټاکنو په برخه کې دې خپل ټول ځواک په کار واچوي.
د مدني ټولنو د يووالي شورا مشر ډاکټر نجيب صاحبزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نننۍ غونډې څخه يې موخه د ټولنو منسجم کول او پر حکومت د ازادو، عادلانه او شفافو ټاکنو غږ دى.
ده زياته کړه، دولت بايد عامه پوهاوى ترسره کړي، چې ټول ولسونه په ټاکنو کې برخه واخلي او ژمنه يې وکړه، که دولت په دغه برخه کې دوى ته هر ډول دنده ورکړي، نو دوى هم حاضر دي، چې په پراخه پيمانه ونډه په کې واخلي او عامه پوهاوى ترسره کړي.
دى وايي: ((حکومت بايد ټول هغه لاسونه لنډ کړي، چې ټاکنې ګډوډوي او يا يې هم مشروعيت ته زيان رسوي.))
نوموړي وويل، دوى له دولت څخه دا هم غواړي، چې د ټاکنو لپاره دې يوه ډاډمنه امنيتي فضا رامنځ ته کړي.
ده وويل، د دوى شورا له ټولو کانديدانو هم غواړي، چې خپل پوسټرونه او تبليغاتي پاڼې دې په هغو ځايونو نه نصبوي، کوم چې د ښارونو ښکلا ته زيان رسوي او يا هم شخصي ملکيت وي.
د مدني ټولنو د يووالي شورا يوه بل غړي مولوي حافظ مدني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له غونډې څخه يې موخه يواځې او يواځې له دولت نه د رڼو ټاکنو غوښتنه وه.
دى وايي، دوى هوډ کړى ، چې د هر ډول فساد مخه به نيسي او له ټاکنو څخه به څارنه کوي.
هغه زياته کړه: ((هر ډول مشکل چې څوک راولاړوي، موږ يې مخالف يو او غواړي شفافې ټاکنې ولرو.))
ياده دې وي ، چې د غونډې په پاى کې د يادې شورا له لوري يو شپږ ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو، چې له مخې يې له دولت څخه د فساد د مخنيوي، د ازادو او شفافو ټاکنو او د ټاکنو لپاره د ډاډمنې فضا غوښتنې شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP