جلال اباد (پژواک٢٣سلواغه٩٢): ولسمشرۍ ته د کانديد عبدالقيوم کرزي د کمپاين مسوول وايي، د ټيم له برياليتوب سره سم به په هېواد کې د ټولو کارکوونکو معاشونه د هغوى د اړتياوو په اندازه وټاکي.
د قيوم کرزي د کمپاين مسوول او د هغه ورور محمود کرزي، نن د سلواغې په ٢٣مه، دغه څرګندونې په ننګرهار کې د کمپاين د دفتر د پرانيستې پر مهال رسنيو ته وکړې.
هغه وويل، د دوى له برنامو څخه يوه دا ده، چې په هېواد کې به د ټولو کارکوونکو اړتياوې لومړى بررسي کوي او له هغه وروسته به يې د شل سلنې له زياتوالي سره ورته معاش ټاکي.
دى وايي: ((مثلاً د يوه مامور شپږ سره فاميل دى، د دوى ټول مصارف، د برق، ډاکټر، زده کړې او داسې نور ټول به په پام کې نيول کېږي او شل فيصده زياتوالي سره به معاش ورته ټاکل کېږي.))
محمود کرزى وايي، که چېرې عبدالقيوم کرزى بريالى شي، نو په اساسي قانون کې به هم يو لړ بدلونونه رامنځ ته کړي.
دى زياتوي: ((په اساسي قانوني کې ځينې مادې شته چې زه يې پخوا هم مخالف وم او اوس هم، هغه مسئله چې خارجي اتباع نه شي کولى چې دلته ځمکه واخلي، له منځه وړو.))
د ولسمشرۍ د کانديد عبدالقيوم کرزي د کمپاين مسوول وايي، له وسله والو سره د خبرو لپاره اوسنى ميکانېزم ګټور نه، بلکې د دوى په بريالي کېدو سره به د سولې کمېسيون ختم او پر ځاى به يې نور کمېسيونونه جوړ کړي، چې له وسله والو سره ګټورې خبرې ترسره کړي.
نوموړى دا هم وايي، د دوى کاري ټيم به له برياليتوب وروسته له ګاونډيو هېوادونو سره داسې سياست غوره کړي، لکه په اروپايي هېوادونو کې چې موجود دى.
د محمود کرزي په وينا، د دوى له پنځو بنسټيزو برنامو څخه يې يوه هم په هېواد کې د برېښنا د توليد زياتول دي او کوښښ به کوي، چې له شتو امکاناتو کار واخلي او د برېښنا توليد زيات کړي.
هغه وايي: ((که تاسې وايئ چې پيسې له کومه کېږي، نو موږ کانونه لرو، دلته به خارجيان سرمايه ګذاري کوي.))
دى د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې لويه تشه د مصلحتونو ډېرښت بولي، خو زياتوي چې له ولسمشر حامد کرزي څخه ولسونه خوښ دي، ځکه په ډېر حساس وخت کې افغانستان ته راغلى او ملي يووالي يې ټينګ کړى دى.
نوموړي زياته کړه: ((دا چې ولې مصلحتونه ډېر وو، په دې زه نه پوهېږم، ښايي ولسمشر حامد کرزي سره يې ښه ځواب وي.))
ټاکل شوې، چې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه به په ټول هېواد کې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
ياده دې وي، چې ولسمشريزو ټاکنو ته يوولس کانديدانو ځانونه نومولي، چې دا مهال يې کمپاينونه دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP