Language

يو سيمه ييز پوليس د غلا په تور ونيول شو

غزني ښار (پژواک ۲۳ سلواغه ۹۲) : امنيتي چارواکي وايي ، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې يې يو پوليس د غلاپه تور نيولى دى.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد وايي، چې دغه سيمه ييز پوليس له عامو خلکو څخه په ناحقه پيسې او موبايلونه اخيستل.

ده زياته کړه، د سيمې خلکو ورته شکايت کړى وو، خو نن وتوانېدل چې دغه پوليس ونيسي.

د هغه په وينا، نيول شوى پوليس به د قانون منګلو ته وسپاري، څو نور پوليس له دې ناوړه کارونو څخه لاس واخلي.

امنيه قوماندان د غزني له خلکو څخه وغوښتل، هرکله چې يې په سيمه کې پوليس داسې کارونه کوي، نو دوى ته دې خبر ورکړي، څو يې په اړه قانوني چلند وکړي.

دغه پوليس په داسې حال کې نيول کېږي، چې د غزني د يو شمېر سيمو خلک د سيمه ييزو پوليسو له ناسم چلند څخه سرټکوي او وايي، په لويو لارو کې د تالاشۍ پر مهال له عامو خلکو څخه پيسې اخلي او يا يې هم په ناحقه ځوروي.

د غزني د قره باغ يو اوسېدونکى حميدالله وايي: “د دوى په سيمه کې سيمه ييز پوليس کله ناکله له عامو خلکو څخه په زور پيسې اخلي، که يې ورنه کړې، نو وهي دې.”

ياده دې وي، چې د غزني په يو شمېر ناامنو ولسواليو کې د ملي پوليسو ترڅنګ په سلګونه سيمه ييز پوليس هم په دندو ګومارل شوي دي.