لښكرګاه (پژواك ۲۳سلواغه۹۲) : د هلمند سرحدي پوليس وايي ، چې له پاكستان سره پر پوله پرتې ولسوالۍ ديشو كې د وسله والو طالبانو او د نشه يي توكو قاچاق وړونكو له خوا لويې اډې جوړې شوې دي.
په دې ولايت کې د سرحدي پوليسو د شپږم زون د كشف امر سمونول عبدالا حمد احمدي د سلواغي په ۲۳ مه خبريالانو ته وويل ، چې وسله والو طالبانو ددې ولسوالۍ په بهرامچې كې ښكاره د خپلو كسانو د روزنې لپاره مركزونه جوړ كړي دي .
هغه زياته کړه ، چې وسله وال بيا له دې لارې د هلمند په ګډون نيمرزو ،فراه او نورو ولايتونو ته خپل فعاليتونه غځوي، چې له امله يې نا امنۍ زياتيږي.
د نوموړي په وينا، د نشه يي توكو قاچاق وړونكي هم په دې سيمه كې د هيروينو او نورو نشه يې توکو د پروسس فابريكې لري ، چې له يوې خوا له دې لارې له وسله والو طالبانو سره مرسته كوي او له بلې خوا كرونده ګر هڅوي، چې په خپلو ځمكو کې د کوکنارو کرکيله وكړي.
حمدي وويل ، چې اوس مهال يې په ديشو او خانشين ولسواليو كې د وسله والو طالبانو او د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو د مركزونو د له منځه وړلو په موخه پراخ عمليات پيل كړي دي .
د هغه په وينا، له دې عملياتو څخه يې موخه له يوې خوا په ياده سيمه كې دوامداره امنيت او له بلې خوا راتلوونكو ټاكنوته زمينه برابرول دي.
د سرحدي پوليسو دکشف امر زياتوي، چې په دې عملياتوكې تر اوسه څلور وسله وال طالبان وژل شوي اودوه تنه يې له يوشمېرسپكو وسلواويوه اندازه مهماتوسره نيول شوي دي.
احمدي وويل ، چې په تر سره شويو عملياتو كې تر دې مهاله دوى ته زيان نه دى اوښتى.
د ديشو ولسوالۍ د هلمند په سوېل كې پرته ده ، چې تر ډېره پكې ددولت د وسله والو مخالفينو واك چليږي.
طالب وياند قاري يو سف وايي، چې په يادو عملياتو کې شپږ كورني سرتيري وژل شوي او دوه عرادې موټر يې له منځه وړي دي.