جلال اباد (پژواک٢٣سلواغه٩٢): چارواکي وايي، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ٤٩وسله وال طالبان وژل شوي او درې د هېرويينو فابريکې هم له منځه تللې دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له کابل څخه راغلو کومانډويي ځواکونو تېره ورځ تر غرمې وروسته د شېرزادو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې چاڼيز او هدفي عمليات ترسره کړي دي.
ده زياته کړه، په پايله کې يې ٤٩ وسله وال مخالفين د دوو قوماندانانو په ګډون وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
هغه وايي، څلور تنه يې د وسله والو مخالفينو په تور نيولي، چې له ځانه سره يې وړي دي؛ دغه راز د يوې لېسې د مدير په ګډون يې ٣٥ شکمن کسان هم نيولي وو، چې بېرته يې خوشې کړي دي.
امنيه قوماندان دا هم وويل، چې دغه ځانګړي عمليات د کمکۍ تورمۍ او سترې تورمۍ په سيمو کې ترسره شوي، چې د هېرويينو درې فابريکې هم له منځه تللې دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو عملياتو کې ځانګړو ځواکونو او عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د شېرزادو اوسېدونکى فضل ربي بيا وايي، چې د کمکۍ ترمې په سيمه کې درې عام وګړي د ډزو له امله تر يوه دېوال لاندې شوي، چې سرسري ټپيان شوي دي.
نوموړي وويل، چې د وسله والو او افغان ځواکونو تر منځ سخته نښته هم رامنځته شوې وه او له هوايي ځواک څخه هم کار اخيستل شوى دى.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي بيا د يادې وژنې د تاييد ترڅنګ وايي، چې ځانګړو ځواکونو ته يو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي او له ځانه سره يې وړي دي.
خو بل خوا وسله والو طالبانو د دولت دغه ادعا رد کړې، چې ګواکې په شېرزادو کې ٤٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دغو عملياتو کې يواځې اووه طالبان وژل شوي او ٩ نور ژوبل دي.
هغه ادعا وکړه، چې په دغو عملياتو کې يوولس کورني او بهرني سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP