اسعداباد : (پژواک ، ٢٣ سلواغه ٩٢) : د کونړ امنيه قوماندان وايي، چې ددغه ولايت په هغوى سيمو کې بايد چاڼيز عمليات ترسره شي، چې د رايې ورکولو مرکزونه په کې د وسله والو طالبانو له خوا له خطر سره مخ دي.
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلو اغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په کونړ کې د ټاکنو د رايو ۱۱۹ مرکزونه شته دي ، چې ۲۳ مرکزونه يې تر اوچت تهديد لاندې دي او په داسې ځايونو کې انتخاب شوي ، چې هلته وسله وال مخالفين وجود لري.
نوموړى وايي:(( تر هغې چې، په دغو سيمو کې عمليات ترسره نشي او امنيتي پوستې ځاى پر ځاى نه شي ناشونې ده ، چې د رايې ورکولو مرکزونه فعال شي.))
قوماندان سيدخېل وايي، چې که داسې ونه شي ، نو د ټاکنو مسوولين دې ياد مرکزونه امن سيمو ته را انتقال کړي، چې پرته له دې يې بله لاره نشته.
هغه وايي:)) د ۶۶ مرکزونو امنيت يواځې پوليس نيولى شي او موږ دې ته بشپړ چمتوالی نيولی او د پاتې نورو مرکزونو امنيت، ملي اردو، ملي امنيت، اونور افغان امنيتي ځواکونه نيسي، چې په دې برخه کې ټوافغان امنيتي ځواکونو تياری نيولی او د هرډول احتمالي پېښو مخنيوی به وکړي.))
سيدخېل وويل ، تراوسه په کونړ کې د ولسمشرۍ د کانديدانو له ډلې پنځو تنو خپل ټاکنيز دفترونه خلاص کړي، خو يوه هم تراوسه کومه انتخاباتي جلسه نه ده کړې.
د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې يې د ټاکنېزو مبارزو لپاره چمتوالى نيولى او د هغو کانديدانو امنيت به خوندي کړي ، چې په کونړ کې ټاکنيزو مبارزو ته راشي.
د سرکاڼو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي محمداسماعيل پژواک اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونه دې د و لسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د کمپايني مبارزو پر مهال کلک امنيتي تدابير ونيسي، څو ټول هغه کمپاين کوونکي ، چې د خپلو کانديدانو لپاره کمپايني مبارزه کوي په ډاډه زړه يې وکړي.
نوموړي وايي:(( که امنيتي ځواکونه د کمپاين کوونکوامنيت ښه ونه ساتي، نو ډير خلک به له ويرې د کمپاينونو جلسوته زړه ښه نه کړي، په سرکاڼو ولسوالۍ کې خلک ډير ليواله دي، چې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.))
ټاکل شوې ده، ؛چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د وري په ١٦مه، ترسره شي.