کندوز (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې يو مسافر وړونکى موټر د اوبو کانال ته لوېدلى او په پايله کې يې ٢٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او درې نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه نن سهار شاوخوا ٨ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې له ٢٣ سپرليو ډک يو پيک اپ ډوله موټر د خان اباد په توپخانې سيمه کې له سړکه ووت او د اوبو کانال ته وغورځېده.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيدسرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ١٤ سړيو، دريو ښځو او يوه ماشوم په ګډون ٢٠ تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د يادو کسانو مړي د خان اباد ولسوالۍ مرکز او ټپيان د کندوز ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
له دې وړاندې د خان اباد ولسوال حيات الله اميري د مړو شمېر ١٤ تنه ښودلى و، خو ويلي يې وو چې د مرګ ژوبلې د ډېرېدو امکان هم شته.
اميري وايي، چې دغه کسان د خان اباد له سجاني سيمې د کندوز مرکز ته تلل، چې له دې زړه بوږنوونکې پېښې سره مخ شول.
يو عيني شاهد عبدالعليم وايي، چې دا پيک اپ موټر پر کنګل د ښويېدو له امله له سړکه وتلى او کانال ته لوېدلى دى.
د هغه په وينا، د دغو کسانو مړي د سيمې خلکو له لوري له اوبو را ايستل شوي دي.
په کندوز کې وروستۍ واوره ورېدنه تاريخي بلل شوې او د خلکو ستونزې تر دې کچې وې، چې تېره اونۍ په کندوز ښار کې هټۍ وتړل شوې، ورځنۍ او ترافيکي چارې هم ګډوډې شوې وې.
د ياړونې ده، تېره اونۍ هم يو مسافر وړونکى کرولا موټر د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ( کابل-شمال لويه لار) کې سيند ته ولوېد او درېيو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP