Language

اسعداباد، زابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): په کونړ او زابل ولايتونو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو قيوم کرزي، ډاکټر عبدالله او استاد سياف په ملاتړ غونډې وشوې.

په کونړ کې ولايت کې نن د سلواغې په ٢٤مه د ولسمشرۍ د نوماند قيوم کرزي په ملاتړ غونډه کې د هغه د کمپاين مسوول او ورور يې محمود کرزي وويل، دوى چې کومې ژمنې کوي، هغه په رښتينې توګه پلې کوي.

ده وويل، که دوى بريالي شي، د کونړ هر اړخيزې بيارغونې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي؛ د کونړ پر سيند به لوى برېښناکوټ جوړوي او خلکو ته به د کار زمينه برابروي.

په دې غونډه کې د کونړ يوه قومي مشر مولوي الله يار وويل، دوى به هغه چاته رايې ورکړي، چې ورسره کړې ژمنې په حقيقي توګه ومني.

له بلې خوا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د سياليو په لړ کې، نن د زابل ولايت په مرکز کلات کې د دوو کانديدانو عبد رب الرسول سياف او ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډې جوړې شوې.

په دغو غونډو کې چې د زابل له مرکز او ولسواليو څخه لسګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه، ګډونوالو يې د خپلو کانديدانو په ملاتړ شعارونه ورکول او ويل يې، چې په راتلونکو ټاکنو کې به ورته رايه ورکړي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د غونډې ګډونوالو ټينګار کاوه، چې د دوى کانديد په اوسنيو شرايطو کې د هېواد د سولې او ثبات لپاره ښه پلانونه لري او که بريالى شي، نو هيواد به د سوکالۍ خواته ولاړ شي.

بل خوا بيا د عبدالرب رسول سياف کمپاين کوونکي وايي، چې توانېدلي په زابل ولايت کې د خپل کانديد لپاره پراخ ملاتړ راجلب کړي.

دوى زياتوي چې په نننۍ غونډه کې د زابل له بېلابېلو ولسواليو څخه خلکو ګډون درلود او له سياف څخه يې ملاتړ اعلان کړ.

د يادولو وړ ده، چې تر اوسه د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو ټاکنيز کمپاينونه يواځي د زابل ولايت تر مرکز کلات پورې محدود پاتې شوي دي او ولسواليو ته نه دي غځېدلي.