Language

مزارشريف (پژواک ٢٤ سلواغه ۹۲): د ښځو د حقونو د ساتنې ټولنې وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت په موخه دې د ښځو د حقونو په اړه د نارينه وو د پوهې کچه لوړه شي.

د بلخ ولايت په مرکز مزاشريف ښار کې د سلواغې په ۲۴مه، د ميډيکا افغانستان موسسې له خوا د فبروري د ۱۴مې نړيوالې ورځې د ښځو د قيام په اړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د يو ميلياردي غږ پورته کولو په موخه غونډه وشوه.

په بلخ ولايت کې د ميډيکا افعانستان موسسې مشرې هيلۍ سهاک رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروګرام د يادې موسسې له خوا د افغان ښځو د شبکې په مرسته جوړ شو، چې په کې د بلخ ولايت د ښځو چارو رياست مسوولينو، د بشر د حقونو کمېسيون مسوولينو، د ښځو د حقونو اړوندو مدني ټولنو او د تاوتريخوالي يو شمېر ښکار شويو مېرمنو برخه اخيستې  وه.

نوموړې زياته کړه، چې د دوی موخه د ښځو د تاوتريخوالی پر وړاندې د ښځو د همغږۍ او يووالي رامنځ ته کول دي.

د هغې په وينا، د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کې ۹۹ سلنه زياتوالی راغلی دی.

مېرمن سهاک وويل، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ستر لاملونه اقتصادي ستونزې او د ښځو له حقونو څخه د سړيو ناخبري ده.

نوموړې زياته کړه،که چېرې د ښځو پر وړاندې د نارينه وو د پوهې کچه لوړه شي، نو ښايي د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کې کمښت راشي.

هغې ومنله، چې يواځې سړي نه، بلکې ښځې هم پر ښځو ظلم کوي، خو دا هم هغه ښځې وي، چې په ماشومتوب کې د کورنۍ د سړيو له خوا د تاوتريخوالي ښکار شوې وي.

د بلخ ولايت اوسېدونکې او د تاوتريخوالي ښکار شوې مېرمن زرغونې غريبيار، چې په ۱۳ کلنۍ کې يې پلار د خپل ځان بدل کړې وه، پژواک ته وويل، چې د کورنۍ تاوتريخوالي له امله يې څو ځله د ځان وژنې هڅه کړې ده.

نوموړې زياته کړه، دا د پلار بدل  شوې وه، چې اوس  اووه اولادونه هم لري.

د هغې په وينا، د ملتين دوا خوړلو او د ځان سوځونې له لارې يې څو ځله د ځان وژنې هڅه کړې ده.

غريبيار وويل: ((له مېړه سره مې د خپلې کورنۍ په واسطه ډېرې جرګې وکړې؛ خو پلار به مې راسره، لکه خسر داسې چلند کاوه؛ هېچا مې حق منلو ته غاړه نه کېښوده.))

نوموړې زياته کړه، اوس يې له خپل مېړه څخه طلاق اخيستی؛ خو د يواځې توب ژوند کوي او دا ورته لا ستونزمن دی.

د هغې په وينا، د دې ژوند خو تېر شوی؛ خو اوس يې د خپلو ۷ اولادونو د ژوند په غم کې ده.

مېرمن سهاک وويل، په تېرو لسو کلونو کې د ښځو په ژوند کې خورا مثبت بدلونونه راغلي ؛ خو لا هم د يو شمېر ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی شته دی.

Related Topics