جلال اباد (پژواک٢٤سلواغه٩٢): په ننګرهار کې د اسلام او نړيوالتوب تر سرليک لاندې يو ورځنى کنفرانس جوړ شو.
دغه کنفرانس د نظر اباد علمي او کلتوري ټولنې له لوري د سلواغې په ٢٤مه جوړ شوى و، چې په کې لسګونو ديني علماوو، ځوانانو، سياستوالو او د پوهنتون استادانو برخه اخيستې وه. د نظر اباد علمي او کولتوري ټولنې مرستيال عبدالهادي زماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ياد علمي کنفرانس څخه يې موخه يواځې او يواځې د هغې روحيې له منځه وړل دي چې يو شمېر کړۍ وايي اسلام د نړيوالتوب ځانګړنه نه لري. هغه زياته کړه: ((ځينې غېر اسلامي کړۍ وايي چې اسلام نړيوال دين نه دى، د دې لپاره چې دا مسئله روښانه شي، دا ډول کنفرانسونو او سيمينارونو ته ادامه ورکوو.)) نوموړي وويل، چې په ننني کنفرانس کې له دوه سوه زياتو کسانو ونډه اخيستې وه او له لسو زياتو ويناوالو په کې ويناوې وکړې. د يادې ټولنې مشر محمد حسن حقيار د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې دا د ټولو مسووليت دى، چې د اسلام د پراختيا لپاره هلې ځلې وکړي. هغه زياته کړه : (( له دې څوک سترګې نه شي پټولى، نن اسلام د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلى او په غرب کې د تر ټولو زيات مخ په پرمختګ دين بدل شوى دى. )) د ننګرهار پوهنتون استاد منګل شېرزاد وايي، چې اسلام يو نړيوال دين دى، ځکه چې قران د ټول بشريت لپاره نازل شوى کتاب دى. هغه زياته کړه: ((دا چې څوک وايي اسلام نړيوال دين نه دى دا بېخي غلطه خبره ده، اسلام يو نړيوال دين دى.)) نوموړى وايي، د اسلامي سياست د نړيوال کولو لپاره په کار ده، چې اسلامي هېوادونه له نورو هېوادونو سره ښې سياسي اړيکې ولري او دواړه خواوې بايد د يو بل کولتور، دود او دستور ته پوره درناوى ولري او بيا د ياد درناوي په رڼا کې سره اړيکې وپالل شي. څېړونکي او ليکوال محمداصف صميم هم په ياد کنفرانس کې د کنفرانس ګډونوالو ته د اسلام د نړيوالتوب په برخه کې رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې د اسلام نړيوالتوب عنوان ډېر لوى عنوان دى او په کار ده چې نورې ټولنې پرې نور ستر، ستر کنفرانسونه جوړ کړي. هغه زياته کړه: ((په دې کې شک نشته چې اسلام يو نړيوال دين دى، خو د سياست نړيوال کولو لپاره يې بايد کار وشي.)) د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رييس اورنګ صميم ياد کنفرانس د ځوان نسل لپاره ګټور وباله او زياته يې کړه ، چې نورې علمي او کولتوري ټولنې بايد دا ډول کنفرانسونه په لاره واچوي. ده زياته کړه: ((په دا ډول کنفرانسونو کې بايد علمي مقالې ولوستل شي، ديني علماء هم بايد ونډه ولري او د کنفرانس ګټې په پاى کې اعلان شي.)) د يادونې ده، څو ورځې مخکې په کابل کې د متعهدو ځوانانو ټولنې له خوا په همدې موضوع يو سيمينار په لاره اچول شوى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP