لښكرګاه (پژواك ٢٤ سلواغه ۹۲): د هلمند په مركز لښكرګاه كې د يوې کورنۍ غړو د سولې د راتلو په هيله د دغه ولايت د مقام مخې ته د قرانکريم ختمونه پيل کړل.
د دې کورنۍ مشر، چې عبدالسلام نومېږي تېر ماښام د خپلې کورنۍ له درېيو ښځينه غړو سره د قرانکريم تر ختم وروسته د لښکرګاه ښار په يوه څنډه کې د )سوله غواړو( شعارونه هم ورکړل.
۳۸ كلن عبدالسلام پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغه به كور ته ولاړ نه شي، چې په هېواد كې سوله نه وي راغلې او تر شنه اسمان لاندې به د قران كريم ختمونه كوي.
هغه وايي: ((په هېواد کې د وژنو پېښې نه شم زغملى او د دغو حالاتو د كابو كولو غوښتنه كوو، درې ورځې مخکې مې د همدې غوښتنې لپاره ټولې كورنۍ روژه نيول پيل کړل او ماښام مې هغه بينر او بيرغ چې خپله مې په قلم ليكلى د كور له غړو سره يو ځاى د ولايت د مقام مخې ته راوړ او دغلته مو د قرانکريم ختمونه پيل کړل.))
نوموړي وويل، د نړۍ خلك په امن او سوله کې ژوند کوي ، خو جګړه يواځې پر افغانانو تپل شوې ده او دوى د دې جګړې د مخنيوي غوښتنه کوي.
عبدالسلام زياته کړه: ((په جومات كې امن نشته، په مدرسه، مكتب او كور كې خوندي نه يو، نو ما د اعتراض په ډول دا مبارزه پيل کړه او د پايلو د ترلاسه کولو تر وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکوم.))
د نوموړي وراره عبدالجبار پژواك ته وويل، کاکا يې له پخوا هره شپه د خپلې کورنۍ ښځينه او نارينه غړي له خوبه راويښول او د سولۍ د راتلو لپاره به يې پرې تهجد لمونځونه او دعا ګانې كولې.
د لښكرګاه ښار د پوليسو د دويمې امنيتي حوزې امر سمونمل حاجي ګران پژواك اژانس ته وويل، د عبدالسلام كور د لښكرګاه ښار د مختار په سيمه كې دى او د دغه کار موخه يې يواځې د سولې لپاره هڅې دي.
نوموړي وويل: ((زموږ پوليس هم د عبدالسلام د دغه نظر پلويان دي او ملاتړ يې کوو.))
تر دې مخکې د بلخ په ولايت کې يو ځايي پوليس به افغانستان کې د اداري فساد د مخنيوي او سولې د راتلو په هدف د دوو کلونو لپاره روژه نيول پيل کړه.