غزني ښار(پژواک ۲۴سلواغه ٩٢): د غزني چارواکي وايې ، یوتن يې له یوموټرسره چې له چاودیدونکو توکو او مهماتو څخه ډک و نيولى دى.
دغزني امنیه قوماندان زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، نيول شوى تن ، چې له قره باغ ولسوالۍ څخه غزني ښارته راغلی و او د پوليسو له خوا ديوه کشفي راپور پربنسټ د غزني په مرکزکى نيول شوى دى.
ده زياته کړه، ټاکل شوې ده ، چې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د غزني ولايت د پيژندنې مراسم په ١٣٩٣ کال کې ترسره شي.
قوماندان وايي، نيول شوي تن غوښتل، چې ددغو مراسمو د ګډوډۍ په موخه له دغو چاوديدونکو توکو څخه کار واخلي.
د یوبل خبرله مخې، نن د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د یوې نښتې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی او جسد يې د پوليسو لاسته ورغلى دى.
وسله والوطالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.