کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د کورنيو چارو وزارت په ټاکنو کې د پوليسو د بې طرفۍ تر څنګ له هغو ټولو افسرانو د استعفا غوښتنه کړې، چې په ټاکنيزو مبارزو کې د ګډون لېوالتيا لري.
دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ياد وزارت په هېواد کې د ټاکنو امنيت د ټينګښت په څېر د پوليسو پر بې طرفۍ هم ټينګار کوي.
اعلاميه زياتوي، که د پوليسو ځينې منسوبين د کوم کانديد په ګټه او زيان فعاليت وکړي، نو له استثنا پرته به د کورنيو چارو وزارت له قانوني او سخت چلند سره مخ شي.
په اعلاميه کې راغلي: ” که چېرې د پوليسو منسوبين د کوم ځانګړي کانديد په ټاکنيزو کمپاينونونو کې ګډون ته لېواله وي ، نو له خپل ګډون وړاندې بايد د پوليسو له ليکو استعفا ورکړي او د خپلې دندې مسووليتونه رفع کړي، تر څو د پوليسو په بې طرفۍ کې کوم خنډ رامنځته نه شي او ټاکنې په روڼ ډول تر سره او خلکو ته د منلو وړ وي.”
د جمهوري رياست د کانديدانو ټاکنيزې سيالۍ يوولس ورځې وړاندې پيل شوي او ټاکل شوې، چې د ټاکنو له تر سره کېدو ( د وري ١٦ مې)، ٤٨ ساعته وړاندې پاى ته ورسيږي.
د کورنيو چارو وزارت ډاډ ورکړى، چې تر دې مهاله يې د ټاکنو په لړۍ کې د کوم کانديد په ګټه او زيان، د پوليسو منسوبينو له هر ډول لاسوهنې مخنيوى کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت يو ځل بيا له خپلو ټولو منسوبينو غوښتي، چې په ټاکنو کې په بشپړ ډول د بې طرفۍ اصل رعايت کړي.
ولسمشر کرزي هم له دولتي چارواکو او مامورينو غوښتي، چې د ټاکنو په بهير کې بايد بشپړه بې طرفي وساتي او له څوکۍ او واک څخه په ګټې بايد د کوم کانديد په ګټه او زيان فعاليت ونه کړي.