Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښرنه (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د نوري فايبر او سلام ټري جي دولتي انټرنېټي خدمتونو په فعاليت پيل وکړ.

د يادو شبکو د پرانيستې په مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير اميرزي سنګين، په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د خلکو استازې ناجيې بابکرخېل، د پکتيکا والي محب الله صميم، د يادو شبکو مسوولينو او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د مخابراتو وزير اميرزي سنګين د پرانيستې په مراسمو کې وويل، پکتيکا د کابل، غزني، پکتيا او خوست ولايتونو له لارې په نوري فايبر ونښلول شو.

نوموړي زياته کړه، دغه ولايت ته د نوري فايبر انټرنېټي شبکې پروژه د تېرو دريو کلونو په ترڅ کې بشپړه شوه.

سنګين وايي: ((د دې تر څنګ سلام ټري جي شبکه چې تېره اونۍ ولسمشر کرزي له لوري په کابل کې پرانيستل شوه، سر له نن څخه پکتيکا ولايت هم د دې شبکې له خدمتونو برخمن شو.))

د مخابراتو وزير وويل، چې ياد خدمتونه اوس مهال يواځې په مرکز ښرنه کې فعال دي او په نږدې راتلونکي کې به د پکتيکا نورو ولسواليو او سيمو ته هم وغځول شي.

د پکتيکا والي محب الله صميم په دغه ولايت کې د يادو انټرنېټي اسانتياوو رامنځته کېدل لويه لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي د مخابراتو له وزارته مننه څرګنده کړه، چې د دغه ولايت د وګړو لپاره يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.

د پکتيکا د مرکز اوسېدونکی محمديوسف سيدوال پژواک اژانس ته وويل، په پکتيکا کې ډېری خلک انټرنېټ ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له لويې ستونزې سره مخ وو.

نوموړی زياتوي، د سلام ټري جي او نوري فايبر له شبکې په استفادې به ډېری وګړي د انټرنېټ له خدمدمتونو څخه برخمن شي.

تر دې مخکې د کابل تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سلام ټري جي شبکې په فعاليت پيل کړى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.