ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دريو هېوادونو مشران د افغانستان ثبات د سيمې لپاره مهم بولي

د دريو هېوادونو مشران د افغانستان ثبات د سيمې لپاره مهم بولي

author avatar
14 Feb 2014 - 14:57
د دريو هېوادونو مشران د افغانستان ثبات د سيمې لپاره مهم بولي
author avatar
14 Feb 2014 - 14:57

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٢): د ترکيې په انقره کې د دريو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان ثبات د ټولې سيمې لپاره مهم وبلل شو، د تروريستانو پټنځايونو ته اجازه نه ورکول او د هغوى د روزنې او تمويل پر مخينوي ټينګار وشو.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي، د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل او د پاکستان د لومړي وزير ميا نوازشريف ترمنځ په ياده اتمه درى اړخيزه غونډه کې په سيمه کې پر امنيتي مسايلو، سولې او ثبات او د افغانستان، پاکستان او ترکيې تر منځ د سوداګريزو همکاريو پر پراختيا خبرې اترې وشوې.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د سلواغې ٢٥مه) د ارګ له خوا پژواک خبري اژانس ته راغلې، ويل شوي، چې په ياده درى اړخيزه غونډه کې يو ځل بيا پټنځايونو، د ترهګرو او ورانکاره فعاليتونو، روزنې او تمويل ته د اجازې نه ورکولو په اړه ژمنې تازه شوې.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د افغانستان ثبات او سوله د ټولې سيمې لپاره مهم دي، ترکيه او پاکستان يوه باثباته او متحد افغانستان ته ارزښت ورکوي.

دغه راز د دې ناستو په لړ کې د يادو دريو هېوادونو مشرانو د ټاکنو لپاره د يوه سالم امنيتي محيط د رامنځته کولو او د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې د ملاتړ د عملي ګامونو پورته کولو پر همکارۍ ټينګار وکړ.

ولسمشر کرزي د دې درى اړخيزې غونډې د کوربه توب له امله له ترکيې د مننې تر څنګ وويل، چې افغانستان بيا هم د دې ډول درى اړخيزو ناستو دوام ته ژمن دى او د افغانستان راتلونکى ولسمشر به هم دغه پروسه تعقيب کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.