ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په حقاني شبکې پورې تړلي درې تنه ونيول شول

په حقاني شبکې پورې تړلي درې تنه ونيول شول

author avatar
14 Feb 2014 - 11:32
په حقاني شبکې پورې تړلي درې تنه ونيول شول
author avatar
14 Feb 2014 - 11:32

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٢): ملي امنيت وايي، په حقاني شبکې پورې تړلي هغه درې تنه يې نيولي، چې د خوست د صبريو ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير او دريو سرتېرو په وژنه کې يې لاس درلود.

د ملي امنيت لوى رياست د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې ياد کسان حضرت الله، رحيم الله او احسان الله نومېږي او د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

سرچينه کاږي، چې دغو کسانو د حقاني ډلې په لارښوونه د صبرىو ولسوالۍ د ملي امنيت مدير له دريو تنو سرتېرو سره وژلي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوي ياد کسان په نورو ورته ترهګريزو بريدونو کې هم لاس لري.

ملي امنيت ويلي، چې نيول شوو د لومړنيو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړى او پېښه تر نورو څېړنو لاندې ده.

د يادونې ده، د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ د ملي امنيت مدير د روان کال د مرغومي په ١٣مه له دريو سرتېرو سره يو ځاى د ماين په يوې چاودنه کې ووژل شو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.