ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: امريکا دې د افغانستان پر عدلي او قضايي ارګانونو له تېري لاس واخلي

کرزى: امريکا دې د افغانستان پر عدلي او قضايي ارګانونو له تېري لاس واخلي

author avatar
14 Feb 2014 - 11:15
کرزى: امريکا دې د افغانستان پر عدلي او قضايي ارګانونو له تېري لاس واخلي
author avatar
14 Feb 2014 - 11:15

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٢): د افغانستان ولسمشر حامد کرزى وايي، چې امريکا دې د افغانستان پر عدلي او قضايي ارګانونو له تعرضه لاس واخلي او د دغه هېواد ملي حاکميت ته دې درناوى ولري.

دغه مطلب ولسمشر کرزي د ترکيې له ولسمشر او د پاکستان له لومړي وزير سره په ګډ خبري کنفرانس کې په انقره کې څرګند کړ.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په هغې خبرپاڼه کې، چې نن پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلې، ياده غونډه چې پرون مازديګر ترسره شوه، ولسمشر کرزي د بګرام زندان د وروستيو خوشي شوو بنديانو په اړه وويل: ((افغانستان يو حاکميت لرونکى هېواد دى، که يې عدلي او قضايي ارګانونه د يوه بندي د خوشې کولو لپاره تصميم نيسي، دغه موضوع په امريکا پورې اړه نه لري، او نه يې هم بايد ولري.))

ولسمشر کرزي په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د بګرام زندان له لومړيو د افغانستان د قانون او حاکميت خلاف و او دا د امريکا او افغانستان تر منځ د لانجې يوه موضوع ده.

دغه مسئله په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦ کلونو کې رامنځته شوه، او په ٢٠٠٧ کال کې د يادو دواړو هېوادونو ترمنځ دلانجې لامل شوه.

ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په دوام وويل، چې د افغانستان حکومت وروسته له هغه هڅه وکړه څو ياد زندان د امريکا له کنټروله را وباسي او هغه د افغانستان د حاکميت او قانون پر اساس د دغه هېواد په کنټرول کې کړي.

هغه څرګنده کړه: ((امريکا وويل، چې دغه کار بايد د افغانستان له قوانينو سره سم وشي او موږ په دې اړه د افغانستان له عدلي او قضايي ارګانونو او د ملي امنيت له مسوولينو سره ډېرې غونډې نيولې او دوسيې مو په هر اړخيزه توګه په تکرار او جدي ډول ارزولې دي، موږ دغه دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارلې او ايدو ارګانونو سمدستي د بنديانو د خلاصون حکم صادر کړ.))

ولسمشر کرزي د دې په ويلو، چې افغانستان يو حاکميت لرونکى هېواد دى، ټينګار وکړ، که چېرې عدلي او قضايي ارګانونه د يوه زنداني دخلاصون په اړه پرېکړه کوي، دا مسئله په امريکا پورې هېڅ تړاو نه لري او نه يې هم بايد ولري.

هغه وويل: ((زه هيله لرم، چې امريکا پر عدلي او قضايي ارګانونو له تېري لاس واخلي او له دې وروسته دافغانستان ملي حاکميت ته احترام وکړي.))

هغه ٦٥ بنديان، چې امريکا يې د خوشي کولو مخالفه وه، تېره ورځ د لويې څارنوالۍ د حکم له مخې د بګرام له زندانه ازاد شول.

لويې څارنوالۍ له بګرام زندانه د بنديانو خوشې کېدنه پر ځاى وبلله او ويې ويل، چې د دغو کسانو د خوشي کولو امري يې د مدارکو او شواهدو د نه شتون په دليل کړى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.