Language

په بېلا بېلو پېښو کې  ١٦ وسله والو طالبانو  ته  مرګ ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه ، اسعداباد ( پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٢ ) : د هلمند او کونړ ولايتونو چارواکي وايي، چې په بېلا بېلو پېښو کې  ١٦ وسله والو طالبانو  ته  مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر ماښام د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ګلاب پړۍ په سيمه کې د ملي امنيتي ځواکونو پر ګزمې  وسله والو مخالفينو بريد کړى و.

هغه زياته کړه ، چې تر بريد وروسته په سيمه کې د دواړو لوريو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې له امله يې ٩ وسله وال ووژل شول.

امنيه قوماندان وويل ، چې د درېيو وژل شويو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او امنيتي ځواکونو وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

دى وايي ، چې په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې نښته کې اته دولتي سرتېري وژل شوي او يواځې د درېيو طالبانو وژل کېدل تاييدوي.

د يوه بل خبر له مخې، د هلمند ولايت امنيتي مسوولينو د لښكرګا ښار اړونده د خشك ابي په سيمه كې د درېيو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.

د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژوواک ته وويل ، دا عمليات د پوليسو له خوا ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال ټپيان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.