جلال اباد (پژواک٢٦سلواغه٩٢): په ختيځو ولايتونو ننګرهار او لغمان کې د ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر زلمي رسول او قيوم کرزي په ملاتړ غونډې وشوې.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې سلګونو کسانو د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ غونډه وکړه .
د هغه د کمپاين دمرکزي دفتر يو تن غړي خواجه محمد کوهدامني غوڼدې ته پخپله وينا کې په ډاګه کړه، چې که دوى واک ته ورسيږي، نو حکومت به يې د ولسمشر حامد کرزي په څېر وي.
نوموړي زياته کړه، چې د زلمي رسول حکومت به له روان حکومت سره هېڅ ډول توپير ونه لري.
هغه زياته کړه: (( د نورو کړنلارو په اړه لوړ مقامات معلومات لري او هغوى نه پوښتنه وکړئ.))
کوهدامنى وايي، چې نن يې په جلال اباد کې هم خپل رسمي دفتر پرانيست او وروسته له دې به په کمپاين پيل وکړي.
ده زياته کړه، چې د کمپاين پيل غونډه کې لسګونو قومي مشرانو،ځوانانو او علماو ورسره برخه اخيستې او د زلمي رسول ملاتړ يې کړى دى.
نوموړي وويل ، چې په ننګرهار کې يې د کمپاين دفتر لپاره يوه شورا جوړه کړې چې ياده شورا به ټولې چارې تنظيموي.
د يوه بل خبر له مخې، سلګونو کسانو پرون د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ولسمشرۍ کانديد عبدالقيوم خان کرزي په ملاتړ غونډه وکړه.
د هغه د کمپاين مسوول محمود کرزي غونډې ته وويل ، چې يو شمېر کانديدان له حکومتي امکاناتو څخه کار اخلي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، داسې شواهد موجود دي ، چې د يو شمېر کانديدانو لپاره ځينې حکومتي چارواکي له حکومتي امکاناتو څخه استفاده کوي او کمپاين پر مخ وړي.
نوموړي د کوم کانديد نوم وانخيست خو زياته يې کړه ، دا د حکومت کار دى ، چې د دا ډول کړنو مخه ونيسي.
هغه زياته کړه: (( بايد څيړنه وشي او د حکومتي امکاناتو د استفادې مخه ونيول شي.))
دى وايي، چې د لغمان ولايت لسګونو قومي مشرانو ورسره ملاتړ اعلان کړى او په دغه ولايت کې يې خپل کمپاين په رسمي ډول سره پيل کړ.
هغه وويل چې په نننۍ غونډه کې سلګونو قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او د لغمان اوسېدونکو برخه اخيستې وه او د عبدالقيوم کرزي څخه يې په کلکه ملاتړ اعلان کړى.
په لغمان کې د قيوم کرزي د کمپاين دفتر مسوول ډاکټر نور والي سهاک پژواک اژانس ته وويل ،چې د لغمان سلګونو اوسېدونکو له قيوم کرزي څخه په دې موخه ملاتړ اعلان کړى، چې نوموړى يې د ولسمشرۍ لپاره يو وړ کانديد بللى.
هغه زياته کړه: ((موږ چې کرزي صېب ته پخوا څومره رايه ورکړې ، دا ځل به يې ورور ته ورکوو.))
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP