ترينکوټ، غزني ښار (پژواک ٢٦سلواغه ٩٢): په اروزګان او غزني ولايتونو کې د دوو بېلابېلو چاودنو له امله ٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د اروزګان ولايت چارواکي وايي،چې نن د سلواغې په ٢٦مه، شاوخوا دوه بجې ددغه ولايت مرکز ترينکوټ ته څېرمه د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې دوه تنه ووژل او دوه نور ټپيان شول.
د ترينکوټ ښار د دويمې امنيتي حوزې امر دويم څارن ګل اغا پژواک خبري ته وويل،چې چاودنه د ملکي وکړو پر يوه موټر شوې ده.
نوموړى وايي: ((يو ټويټا ډوله موټر ښار ته پر لاره و، چې ښار ته څېرمه د سړک د غاړې پر يوه ماين برابر شو ، چې په کې ديوه ماشوم په ګډون دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه ټپيان دي.))
د اروزګان د عامې روغتيا امر ډاکټر نادر پژواک ته وويل، له دغې پېښې دوه مړي او يو ټپي وروړل شوي ، چې د ټپي حالت د اندېښنې وړ دى.
بله خوا کابو دوه بجې د غزني ولايت پرخۍ څلور لارې ته څېرمه په چاودنه کې دوه تنه ټپيان شول.
د ياد ولايت د والي وياند شفيق الله ننګ پژواک ته وويل : ((په يوه فليډر موټر پسې نښلوونکى ماين نښلول شوى و، چې ولايت ته څېرمه يې چاودنه وکړه او په کې ددغه موټر چلوونکى او يو بل لاروى ټپيان شول.))
نوموړى وايي، موټر چلوونکى د غزني ولايت د احصايې د مدير ورور دى .
د پېښې په سيمه کې د محمد الله په نامه يوه عيني شاهد پژواک ته وويل،چې په دغه چاودنه کې چلوونکى وژل شوى دى.
د يادو چاودنو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.