غزني ښار (پژواک ۲۷ سلواغه ۹۲): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې له ژمنو سره سره ورته د دغه ولايت د کرنې رياست تر اوسه د اوبو ذخيرې او بندونه جوړ نه کړل.
هغوى زياتوي، تېر کال ورسره د ياد ولايت د کرنې رياست ژمنه کړې وه، چې په يو شمېر ولسواليو کې ورته د اوبو ذخيرې او بندونه جوړوي، خو کال تېر شو او ژمنه يې لا نه ده پوره کړې.
د غزني د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو کلي يوه اوسېدونکي سيدامير پژواک ته وويل، چې په دې وروستيو کلونوک ې يې د کاريزونو اوبه له نيمايي زياتې کمې شوې او که چېرى ورته د اوبو ذخېرې او بندونه جوړ نه شې نو شونې ده چې د ياد کارېز دغه پاتې اوبه هم وچې شې.
نوموړي وويل: ((که چېرې مناسب ځاى دغه بند جوړ شي او هلته د باران اوبه راټولې شي، نو دا به د دې ولسوالۍ پر کارېزونو ښه اغيزه وکړي.))
سيدامير وايي، چې اوس مهال د واورې او بارانونو له اوبو د ذخېرې لپاره هېڅ ډول ګټه نه اخيستل کېږي.
د غزني د خوګيانو ولسوالۍ اوسېدونکي محمدخان پژواک ته وويل: ((که چېرته زموږ د ولسوالۍ شمال ته يو بند جوړ شي او له غرونو څخه د بارانونو اوبه په کې راټولې شي دا به بزګرو ته ډېره ګټه ورسوي.))
محمدخان وايي، چې د دې ولسوالۍ زياتره کارېزونه وچ شوي او د نورو هغو اوبه هم زياتې کمې شوې دي.
ده په خبره، تېر کال د غزني د کرنې رياست ژمنه کړې وه چې په دې ولسوالۍ کې به د باران د اوبو لپاره يو وړوکى بند جوړوي خو تر اوسه دغه بند نه دى جوړ شوى او په دې ولسوالۍ کې د باران اوبه پرته له دې چې ګټه ترې واخيستل شي، ضايع کېږي.
دى وايي، چې د کرنې رياست بايد ځايي خلکو ته دغه بند جوړ کړي څو په راتلونکي کال کې د کارېز اوبه زياتې او بزګران له خپلو غنمو پوره حاصلات ترلاسه کړي.
د غزني ډېرى بزګران وايي، دا چې د کاريزونو اوبه يې کمې شوې او په دې وروستيو کلونو کې بارانونه هم کم دي نو د دوى په حاصلاتو کې هم پنځوس سلنه کموالى راغلى او که چېرته ورته د اوبو لپاره بندونه جوړ نه شي دغه حاصلات به نور هم کم شي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ يوه بزګر رحمت الله پژواک ته وويل، چې پخوا په دې ولسوالۍ کې د نورو حاصلاتو ترڅنګ د غنموحاصلات زيات وو خو اوس د وچکالۍ له امله سم حاصلات نه لري او بزګران هم د غنمو کښت ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((د بارانونو اوبه له ګټې اخيستو پرته ضايع کېږي، کاريزونه مو وچ دي، د کرنې رياست دې ستونزې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.))
بزګر رحمت الله وايي، پخوا به يې له پټيو له هر فصل څخه ۱۵۰۰ منه غنم ترلاسه کول وو خو اوس دا چې کاريزونه وچ دي او د ماشين اوبه دومره اغېزناکې نه دي نو د دوى حاصلات هم ۲۰۰ منوته راټيټ شوي دي.
هغه وايي، که چېرې دغه ستونزه همداسې پاتې شي بندونه جوړ نه شي د کارېز اوبو ته پاملرنه ونه شي او دغه کارېزونه له سره پاک نه شي نو ډېرى بزګران به د غنمو له کښت څخه لاس واخلي.
د غزني خلک وايي، که چېرې دولت غواړي هر وخت له خپل ولايت څخه هر ډول حاصلات ترلاسه کړي نو بيا دې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د اوبو لپاره بندونه جوړ کړي.
د غزني د کرنې رياست چارواکي وايي، په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې واړه او غټ بندونه جوړ کړي.
د دغه ولايت د کرنې رييس سلطان حسين عباسيار پژواک ته وويل: ((رښتيا هم تېر کال مو پلان درلود خو د دغو بندونو د مالي لګښت ژمنه هند کړې وه خو هغه مرستې را ونه رسېدې))
عباسيار وايي، د هند هېواد ورسره تېر کال د يو ميليون ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه خو هغه پيسې اوس را ورسېدې.
د نوموړي په خبره، په راتلونکي کال کې به د غزني په ده يک، زنخان، جغتو، خوګياڼو، واغز، رشيدانو او خواجه عمري ولسواليو کې بندونه جوړ کړي.
عباسيار وايي، که چېرې دغه بندونه په يو مناسب ځاى کې جوړ شي او د بارانونو او به هلته جمع شي نو د کارېز پر اوبو باندې به ښه اغيزه وکړي.
هغه وايي، چې د هوا له ګرمېدو سره به يو شمېر انجنيران دغه ولايت ته ورځي څو د بندونو جوړولو لپاره سروې ترسره کړي.
نوموړي په يو شمېر ولسواليو کې د امنيتې ستونزو خبره هم وکړه چې ګني په يو شمېر سيمو کې امنيتې حالت خراب دى نو ځکه يې د دوى د کارونو مخه نيولې ده.