Language

جلال اباد (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٢): ((علماء په ټاکنو کې د ونډې اخيستنې لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې ستر مسووليت لري.))

 دغه مطلب  د ننګرهار مرستيال والي په هغه دوه ورځني سيمينار کې څرګند کړ، چې نن په جلال اباد کې د سولې، پخلاينې او په ټاکنو کې د علماوو د ونډې تر سرليک لاندې جوړ شوى و.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال وويل،  چې سيمينار ته د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايت د حج او اوقافو چارواکي او علماء راغوښتل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د ټاکنو په اړه بايد علماء په خپلو جوماتونو کې وعظ او نصيحت وکړي څو ولس په ټاکنو کې برخه واخلي.

د ده په وينا، علماء بايد د ټاکنو په ارزښت عامو وګړو ته رڼا واچوي او هغوى قانع کړي چې په راتلونکو ټاکنو کې ښځې او نر ونډه واخلي.

ګرديوال وايي: ((علماء بايد خلک پر دې پوه کړي، چې داسې چا ته رايه ورکړي چې هم د اسلام او هم د وطن خير په کې وي.))

د نورستان د علماوو په استازيتوب حاجي عبدالصبور توحيدي پژواک اژانس ته دغه سيمينار ګټور وباله او زياته يې کړه، چې علماء بايد خپل مسووليت درک کړي او په ټاکنو کې د خلکو د ونډې اخيستنې په موخه په جوماتونو کې خلکو ته عامه پوهاوى ورکړي.

ده وويل: ((د سولې، پخلاينې او د شخړو په له منځه وړلو کې علماء له بل هر چا ښه رول ترسره کولى شي او بايد دا چاره ترسره کړي.))

د ده په وينا، چې علماء بايد د منبر له لارې خلک ټاکنو ته وهڅوي او د جنګ زيانونه ورته بيان کړي.

دى پر نورو علماوو هم غږ کوي، چې له منبر څخه په استفادې دې خلک سولې او په ټاکنو کې ونډې ته راوبلي.

د يوناما د سياسي چارو مشر اسماعيل پژواک ته وويل، چې د دوى موخه په افغانستان کې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل دي.

هغه وايي، چې په دې برخه کې يې پخوا هم يو شمېر پلانونه په لاره اچولي او بيا به هم په دې برخه کې مرستې کوي.

هغه وويل: ((زموږ هڅه ده چې ټاکنې افغان شموله او رڼې وي.))

اسماعيل وايي، چې د يوناما رول به په راتلونکو ټاکنو کې مالي ملاتړ او له ټاکنو څخه دقيق نظارت وي.

ياده دې وي، دغه سيمينار چې ياد سيمينار په ننګرهار کې د يوناما او د ننګرهار د والي مولوي عطاءالله لودين په غوښتنه په لاره اچول شوى دى  سبا ورځ هم دوام ولري او په  پاى کې به يې  يو پرېکړه ليک هم صادر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.