Language

په جلال اباد کې چاودنه شوې

جلال اباد (پژواک ۲۷ سلواغه ٩٢): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه شوې ده.

دغه چاودنه نن (د سلوغې ۲۷مه) سهار ۶ بجې او ۵۰ دقيقې د لومړۍ امنيتي حوزې ترڅنګ شوې ده.

د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې په چاودنه کې چا ته زيان نه دی اوښتی.

هغه وايي، چې چاودېدونکي توکي په يوه کثافت دانۍ کې ځای پر ځای شوي وو.

د دلاور په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې د پوليسو يو رينجر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړه: ((پوليس له چاودنې روغ ووتل، خو زما يو ورور يې ټپي کړ.))

د هغه په وينا، د چاودنې له امله په سيمه کې د يو شمېر دوکانونو ښيښې او دروازې هم ماتې شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.